ماته هیله
ساراني بوټي په سپېره بیدیا کې د اغزیو تر سیوري لاندې نوې تېغنه وهلې وه، غوښتل یې د رنګونو دې دنیا کې چې هر څه څو رنګه لري، په یوه رنګ سر راپورته کړي، وغوړېږي او د خپلې مور یو رنګه غېږې ته ښکلا وروبښي.
تنکۍ تېغنې هر څه چې له ځمکې سر راپورته کاوه، تندې ځوراوه. لمر چې په لومړيو کې یې د اغزیو د بوټي له شا ورسره پټپټانی کاوه او ډډې یې په خپلو تودو پلوشو ورتودولې، اوس خپله ګرمي زیاته کړې وه.
د بوټي تنکۍ شونډې له تندې ترکې چودلې وې،او مړاوو سترګو یې د آسمان په پراخه غېږه کې د ورېځو د زېږون لار څارله...
×××××××××
ورېځې وزېږېدې او د بوټي په تمه سترګې د ورېځو په لمن په ولاړو قطرو خوږې شوې. بوټي خپلې جل وهلې ماشومې پاڼې ورېځو ته د باران د څاڅکو د ورېدو په هیله لپه کړې، خو قهرېدلو ورېځو چې لکه مست اتڼچیان د باد له هر تاو سره څڼې اچولې، په بیدیا او ماشوم بوټي د څاڅکو د نذرانې زړه نه درلود
ورېځې په اتڼ اتڼ د تږې دښتې له سره تېرېدلې او جل وهلي بوټي لا د یوه څاڅکي لپاره لپه سوال ته پورته کړې وه.
××××××××××
لمر د اسمان یوې ګوښې ته شو او خپلې پلوشې یې د بوټي له جنازې ورو ورو راټولې کړې، نه یې غوښتل د بوټي د تنکي وجود وروستۍ شیره هم وزبېښي.
بوټي د یو رنګۍ په هیله سر اوچت کړی وو، خو په همدې ارمان یې د رنګونو له ریا کارې دنیا سترګې پټې کړې...
او د باد کبرجنو څپو ته یې ځان وسپاره چې په بېباکۍ یې یوې او بلې خوا پورې واهه او په غوږ کې یې په پسني دا سندره ویله چې:
دا زمانه په یو رنګۍ باندې باور نلري
که غواړې هسکه غاړه ژوند وکړې نو څو رنګه شه.