Feature فیچر
فیچر د لاتینې ژبې له factura،facere او factum څخه اخیستل شوې ده، چې د سینګار، سینګارولو یا فیشن مانا لري. په زړه فرانسوي کې هم د فیچر feature کلمه په همدې مانا کارول کېده. د فیچر اصطلاح ختیځو ژبو ته له انګلیسي راغلې چې لغوي مانا یې د یو شي ظاهر، بڼه، مخ، ښوونه، ننداره، خد او خال ښودل شوې ده.
میرزا ادیب د پوهاند شفیق جالند هري د فیچر لیکنې د کتاب په پېژندنه کې لیکي چې «د فیچر کلمه لومړی ډرامې ته ورته یو دول راډیویي پروګرام ته ځانګړې وه یاني نه ډرامه وه او نه له ډرامې څخه بېل» خو ځینې نور بیا فیچر یو ډول نرم خبر یا soft news بولي.
د فیچر په اړه د ژورنالیزم ګڼو پوهانو بېلابېل تعریفونه کښلي، امریکایي پټرسن وایي: «فیچرخبرته ورته یوه لیکنه ده چې له حقایقو سره څېړنه،شننه او مرکې پکې د دې لپاره ور زیاتې شوي وي چې د لوستونکو لارښوونه وکړي او هغوی خبر کړي.»
دغه راز سپېر سور د فیچر تعریف داسې کوي: «فیچر د ورځپاڼه لیکونکو لخوا په دې موخه جوړ شوی دی چې کم ارزښته معلومات زیات په زړه پوري کړي.»
کلارنس، ای سکونفسېلډ په خپل کتابEffective feature writingکې د فیچر تعریف داسې لیکي: «فیچر داسې یوه منځنۍ لیکنه ده چې یوې خوا ته یې وچ خبر او بلې خوا ته یې خیالي کیسه یا مضمون دی، یعنې دا په بنسټیزه توګه د یو ریښتیني ریپوټ پایله ده، چې پکې خیالي او وضاحتي توکي هم شامل وي.»
خو د فیچر تر ټولو ښه تعریف ډاکټر مسکین علي حجازي وړاندې کوي هغه لیکي: «پر یوې له پامه لوېدلې موضوع داسې لیکنه چې په زړه پورې او د لوستو وړ یې کړي فیچر باله شي . »
فیچر د اوسني نړیوال ژورنالیزم یو ژانر دی چې نن سبا په نړۍ کې ډېر لوستونکي لري. فیچر د خبر او رپوټ په څېر په پېښوپورې اړوند حقیقتونه وړاندې کوي، خو پدې توپیر چې د خبر ژبه وچه او رسمي وي مګر د فیچر ژبه معلوماتي، انځوریزه او ډرامایي.
په خبر کې هڅه کېږي چې شپږو پوښتنو ( کله، چېرته،څنګه، څوک، څه ډول، ولې) ته ځواب ورکړل شي، خو فیچر شپږو پوښتنو ته د ځوابونې ترڅنګ د پېښې په اړه شننه کوي او لوستونکي یې له شالید او راتلونکو اغېزو خبروي.
پوښتنه دا ده چې ولې نن سبا په نړیوال ژورنالیزم کې فیچر ته ډېر ارزښت ورکول کېږي ؟
ځکه چې:
۱ـ لوستونکي د ډېرو خبرونو له لوستو ستړي کېږي او غواړي داسې څه ولولي چې هم معلومات او اطلاعات ترلاسه کړي او هم تفرېح وکړي.
۲ـ هره ورځ په ټولنه او نړۍ کې ګڼې بېلابېلې پېښې کېږي چې د خبرونو د زیاتوالي له امله دټولو خبرنه خپرېږي، یعنې هغه خبرونه چې اهمیت یې لږ وي نه خپرېږي، نو خبریالان د دې لپاره چې
ځینې له پامه لوېدلې موضوع ګانې په جالبه اوجذابه بڼه د لوستو وړ کړي، نو فیچر پرې لیکي او پدې ډول خلک له نورو پېښو خبروي او اهمیت یې څرګندوي.
فیچر تر ډېره مجلو او ورځپاڼو ته لیکل کېږي خو راډیویي او ټلویزیوني فیچرونه هم جوړېږي. راډیویي او ټلویزیوني فیچرونه تر مطبوعاتي هغو لنډ وي( له پنځو دقیقو تر نیم ساعت ) خو مطبوعاتي فیچرونه د موضوع د اهمیت او د لوستونکو علاقې ته په پام سره تر درې زره کلمو لیکل کېدای شي.
ځینې وخت د اوږدوالي له امله په پرله پسې توګه په څو ګڼو کې چاپېږي.
د فیچر لیکنې ارزښت او اړتیا
ختیځ ژورنالیزم ته فیچر لیکنه د لوېدیځو هېوادو له ژورنالیزم څخه راغلې ده. په ختیځو هېوادونوکې د فیچر لیکنې د رواجېدو یو لامل په دغو ټولنو کې هغه وخت د بیان د ازادۍ نشتوالی بلل شوی دی، له دې امله خبر یالانو هغه خبرونه او موضوعات چې د خپرېدو اجازه نه ورکول کېده په فیچر یا رنګین پوښ کې خلکو ته د معلوماتو د ورکولو لپاره وړاندې کول.
خو د فیچر لیکنې اهمیت هغه وخت زیات شو چې له ډېرو خبرونو سره دلچسپي لږه شوه، نو د دې لپاره چې لوستونکي د پېښو په اړه معلومات ترلاسه کړي او له ورځپاڼواو مجلو سره یې دلچسپي وساتله شي نو خبریالانو فیچر لیکنې ته مخه وکړه.
په رسنیو کې د فیچر د اهمیت یو بل لامل د لوستونکو رواني غوښتنې دي، په اکثرو ټولنو کې ګڼ خلک د ساده او جالبو موضوعاتو لوستل خوښوي، د تبصرو ، مقالو، سر مقالواو داسې نورو تحلیلي لیکنو پر ځای یې د تفرېحي او دلچسپو مطالبو لوستل زیات خوښېږي، نو له هغه ځایه چې رسنۍ د خلکو دغه رواني غوښتنې له پامه نشي غورځولی، د فیچر لیکنې اهمیت او ضرورت لا ډېر کړی.
ګڼ ژورنالیستان پدې نظر دي چې د مطبوعاتي لیکنو لپاره یوازې د معلوماتو ډېروالی بس ندی، ځکه لوستونکي د لیکنې تر لوستو وروسته دا پرېکړه کوي چې زیات او جالب معلومات یې لرل که نه؟ نو د دې لپاره چې یوه مطبوعاتي لیکنه لوستونکي ځانته راوکاږي باید د لیکنې ظاهري بڼه هم جذابه کړای شي چې دغه کار د فیچر لیکنې په ذریعه کېدلی شي.
له دوو خواوو د فیچر د جذابه کېدو هڅه کېدلی شي
۱ـ د مهمو برخو د های لایټ یا برجسته کولو په وسیله.
۲ـ د عکسونو او انځورونو په مرسته
کله چې پدې ډول لوستونکي لیکنې ته راکښل شول، نو فیچر باید پداسې ښکلو کلمو او جملو لیکل شوی وي یا داسې خبرې پکې وي چې لوستونکی اړ کړي چې تر وروستۍ کرښې یې په شوق ولولي او په دې توګه یې له پېښو خبر او معلومات ورکړي.
د فیچر رایټنګ فار نیوز لیکوال ډنییل ارونسن لیکي:«له برېښنایي ژورنالیزم سره د چاپي رسنیو د مقابلې تر ټولو ښه وسیله فیچر لیکنه ده، چاپي رسنۍ له برېښنایي هغو سره په سیالۍ کې د خبرونو تفصیل د فیچرونو په بڼه لوستونکو ته رسولی شي.»
د فیچر ډولونه
فیچر ډېر ډولونه لري، خو هغه چې د ګڼو هېوادونوپه مطبوعاتو کې عام دي دا دي:
۱ـ شخصي فیچرPersonal feature
شخصي فیچر د مهمو اشخاصو په ژوند او کارونو لیکل کېږي، لکه هنرمندان، لیکوال، سیاسي
څېرې او داسې نور هغه کسان چې کېدی شي لوستونکو ته د هغوی د ژوند په اړه معلومات جالب
یا اړين وي.
شخصي فیچر په دوه ډوله دی :
که چېرې په ژوندانه د چا په کارونو او ژوند فیچر لیکل کېږي، هغه ته شخصي فیچر وایي، خو که د مړ شخص په کارنامو او د ژوند په لوړو ژورو فیچر ولیکل شي، سوانحي فیچر یې بولي.
په شخصي فیچرونو کې د شخصیت د ژوند مختلفې خواوې څېړل کېږي . د فیچر د لیکلو لپاره د
شخصیت په اړه له لیکل شویو موادو، مرکو او شخصي یادښتونو څخه ګټه اخیستل کېږي، یعنې د
شخصي او سوانحي فیچر مواد له هر هغه کس نه چې په یوه نه یو ډول له اړوند شخصیت سره اړیکې لري یا یې درلودې ، د کورنۍ له غړو نیولې تر همکارانو او نورو ملګرو پورې اخیستل کېدای شي.
۲- تاریخي فیچرHistorical feature
تاریخي فیچرپه جالبو تاریخي پېښو او حقایقو لیکل کېږي ، په ځانګړې توګه هغه تاریخي پېښې چې له کومې نوې واقع شوې پېښې سره تړاو ولري د بېلګې په ډول: که چېرې به کومه تاریخي ودانۍ په غیر قانوني ډول ولکه ولګول شي یا نور زیان ور ورسول شي، نو د هغې تاریخي ودانۍ او له هغې سره د تړلیو پېښو په اړه فیچر لیکل کېږي.
د تاریخي فیچر مواد له کتابونو، چاپي پاڼو او له داسې کسانو څخه چې خپله یې په هغې تاریخي دوره کې ژوند کړی وي یا تاریخپوه وي د مرکو له لارې تر لاسه کېدلی شي.
۳- خبري فیچرNews feature
خبري فیچر په هغو له پامه غورځېدلو موضوعاتو او خبرونو لیکل کېږي چې لوستونکو ته مهم نه ښکاري یا دا چې د خبرونو د ډېروالي له امله اصلا خپرېږي نه. خبري فیچرونه تر ډېره د خبرونو په پاڼه کې چاپېږي او هڅه کېږي چې په دغه ډول فیچر کې انساني احساسات او غوښتنې داسې ګډې شي چې لوستونکي یې په پوره شوق ولولي.
۴- علمي یا ساینسي فیچرScientific feature
علمي یا ساینسي فیچر په علمي موضوعاتو لیکل کېږي، د دغه ډول فیچرونو ژبه ساده او عام فهمه وي، خوځینې وخت د ساینسي اختراع ګانو په اړه لیکل شوي فیچرونه ډراماتیکه بڼه هم لري او پدې ډول په ساده او جالبه توګه عام لوستونکی له نویو ساینسي اختراعاتو خبروي.
د علمي فیچر مواد له کتابونو، علمي رسالو او د اړوندې علمي څانګې له ماهرانو څخه ترلاسه کېدی شي.
۵- ټولنیز فیچرSocial feature
په ځینو ټولنو کې ټولنیز فیچر ته تر ټولو زیات ارزښت ورکول کېږي. په دغو فیچرونو کې د ټولنیز ژوند بېلابېلې خواوې څېړل کېږي. په ټولنیز فیچر کې فیچر لیکوال د ټولنې هغو نیمګړتیاوو ته ګوته نیسي او د رابرسېره کولو هڅه یې کوي چې د عامو خلکو له نظره لوېدلي وي او پام نه ورته کوي.
۶- روزنیز یا تعلیمي فیچرEducational feature
روزنیز یا تعلیمي فیچر خلکو ته د تعلیم ورکولو په موخه لیکل کېږي او لوستونکو ته د یوې مهمې موضوع په باب چې د هغوی له ژوند سره تړاو لري روزنیز معلومات ورکوي، لکه روغتیا ساتنه، د تعلیم اهمیت د خوشاله ژوند کولو لارې چارې ....
د فیچر لیکوال ځانګړنې
اوس مهال د نړۍ په رسنیو کې فیچر لیکنه خاص اهمیت لري او د ورځپاڼو او مجلو په کامیابۍ کې یې ونډه هم ستره ده،.لدې امله ویل کېږي چې هر خبریال فیچر نشي لیکلی او فیچر لیکونکی باید ځینې صفتونه او ځانګړنې ولري.
د یوه ښه فیچر لیکوال ځانګړنې دا دي:
۱- ځیرکتیا او تجسس
کلارنس اې سکونفسیلډځیرکتیا او تجسس د فیچر لیکونکي تر ټولو مهمه ځانګړنه ګڼي، نوموړی په خپل کتابwriting feature Effective کې لیکي:« تر ټولو دمخه باید تاسو ځیرک او متجسس واوسئ، ځکه چې که تاسو خبري شامعه ونه لرئ او ونشئ کړی له لوستونکو سره له نژدې اړیکه ټینګه کړئ،تر هغه وخته جالب او په زړه پورې موضوعات نشئ موندلای او نه به موضوعات په هغه بڼه چې د لوستونکو د خوښې وړ وګرځي ولیکلی شئ»
۲- له ژبنیو اصولو سره بلدتیا
له ژبنیو اصولو سره بلدتیا او په لیکوالۍ کې مهارت درلودل هر خبریال ته اړینه ده ځکه پرته له دغو مهارتونو نشي کولی خبریالي وکړي،خو فیچر لیکوال ته په ژبه حاکمیت لرل تر نورو خبریالانو ډېر ضرور دی. فیچر لیکوال باید ادبي نثر ولیکلای شي تر څو په فیچر لیکنه کې وکړای شي یوه پېښه په ډرامایي، انځوریزه او سمبولیکه ژبه ولیکي.
۳- فیچر لیکوال باید د خلکو له رواني حالاتو څخه خبرتیا ولري.
۴- منطقي فکر وکړای شي.
۵- ښه خبریال یا راپورټر وي.
۶- پراخه مطالعه ولري.
۷-د ټولنې له واقعاتو او حالاتو خبر وي.
۸- د تخلیق او پنځونې وړتیا ولري.
۹- د رسنیو پالیسي په پام کې ولري.
۱۰- د پرګنو غوښتنو ته درناوی ولري.
۱۱ـد مرکه کولو وړتیا ولري.
۱۲- د متوازن شخصیت درلودونکی وي.
د فیچر موضوع
نویو فبچر لیکوالو ته د فیچر لیکنې پر وخت تر ټولو مهمه مسئله دا وي چې په کومه موضوع فیچر ولیکي؟
ظاهراً دا مساله دومره مهمه نه ښکاري، ځکه چې ویل کېږي په نړۍ کې د هر شي په اړه فیچر لیکل کېدای شي،ان دا چې په خپله په فیچر، فیچر لیکل کېدای شي او په لوستونکو یې هم.
فیچر لیکوال د فیچر لیکلو پر وخت باید دوو ټکو ته پام وکړي او له ځانه دغه دوه پوښتنې مطرح او خواب یې ومومي چې:
۱- ایا لوستونکي به دغه موضوع خوښه کړي؟
۲-ایا داسې مواد به وموندلای شي چې لوستونکي ته نوي معلومات ورکړي؟
که چېرې ځواب مثبت وو نو کولی شي په فیچر لیکنه پیل وکړي.
باتجربه فیچر لیکوال کله هم د فیچر د موضوع له لږوالي سره نه مخامخ کېږي، ځکه کله چې دغسې فیچر لیکوال په یوه بله موضوع کار کوي د هغې موضوع شاوخوا څو نورې موضوعګانې راپیدا کوي. دبېلګې په ډول کله چې یو فیچر لیکوال غواړي د ځان سوځونې په یوې پېښې فیچر ولیکي دغې موضوع ته د موادو د راپیدا کولو پرمهال یې په کورنیو کې د تاوتریخوالي بېلابېل
ډولونه، بېسوادي،بېوزلي، رواني ناروغۍ او لسګونه نور موضوعات تر سترګو کېږي او په
راتلونکې کې کولی شي فیچر پرې ولیکي.
فیچر پر اشخاصو هم لیکل کېدای شي،یوازې نامتو اشخاص نه بلکې په عادي اشخاصو هم فیچر لیکل کېدای شي پدې شرط چې د پام وړ کوم کار یې کړی وي.
کلارنس ای سکونفسیلډ لیکي چې د فیچر موضوع د شخصیت د شخصي او ټولنیز ژوند له بېلابېلو خواوو څخه تر لاسه کېدی شي لکه له:
۱- شخصی یادښتونه
هر څوک به خپل ژوند کې داسې خوږې ترخې خاطرې لري چې هېڅکله یې نشي هېرولی، پدې خاطرو او یادښتونو کې زیاتې داسې وي چې که فیچر پرې ولیکل شي د لوستونکو د پام وړ ګرځېدلی شي.
۲- ناڅاپي پېښې
انسان په ژوند کې له ډېرو ناڅاپي یا غیر منتظره پېښو سره مخ کېږي، چې اصلاً ګومان نه کوي چې داسې څه به ورپېښ شي. د داسې پېښو په اړه هم فیچر لیکل کېدای شي.
۳- شخصي بوختیاوې
نامتو امریکایي فیچر لیکوال کلارنس اې سکونفسیلد لیکي چې هغه تر ټولو مخکې خپلې شخصي بوختیاوې د یوې موضوع په توګه انتخابولې او داسې فیچرونه به یې پرې لیکل چې د نورو خبریالانو او عامو لوستونکو د خوښې وړ ګرځېدل.
نو فیچر لیکونکی کولی شي له خپلو بوختیاوو د فیچر موضوع انتخاب کړي.
۴- شخصي تجربې
هر انسان د خپل ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې ځینې کامیابې او ناکامې تجربې کوي، او بالاخره د یوه تجربه کار شخص په توګه راڅرګندېږي. له هغه ځایه چې د هر شخص تجربې له نورو بېلې او کله کله ډېرې جالبې وي نو فیچر لیکوال کولی شي له خپلو یا د ځینو نورو کسانو له شخصي تجربو ګټه واخلي او ښکلی فیچر ولیکي.
۵- کتابتون، میوزیم او تاریخي ودانۍ
په کتابتون، میوزیم او تاریخي ودانیو کې هم کېدلی شي چې د فیچر لپاره بېلابېلې په زړه پورې موضوعګانې وموندل شي.
۶- ټولګټې ادارې
په ټولګټو ادارو کې نه یوازې د فیچر ښې موضوعګانې موندل کېدای شي، بلکې ښه مواد هم پیدا کېږي چې په لږ زیار ښه فیچر ترې لیکل کېدای شي.
۷- کور او کورني مسایل
ځینې وخت انسان په کور کې له داسې پېښو اوستونزو سره مخ کېږي چې له ټولنیزو ستونزو سره نېغ په نېغه اړیکې لري نو تکړه فیچر لیکوال د دغو ستونزو او پېښو له څنګه لکه عام وګړي بې تفاوته نه تېرېږي بلکې د فیچر جامه وراغوندي او په ټولنه کې یې مطرح کوي.
۸- تاریخي مسایل
لوستونکي له تاریخي پېښو سره زیاته علاقه لري، که چېرې په ټولنه کې کومه غټه پېښه کېږي، نو لوستونکي غواړي پوه شي چې ایا تر دې مخکې هم داسې پېښه شوې وه؟ که پېښه شوې وه نو هغه
وخت یې په وړاندې د خلکو غبرګون څنګه وو. تارخي فیچر نه یوازې د خلکو خوښېږي، بلکې اړتیا یې هم احساسېږي.
تاریخي اثار او ودانۍ هم د فیچر موضوع کېدلی شي.
۹- طنزي یا خندونکې پېښې
انسانان د ژوند په بهیر کې له ډېرو خندوونکو او طنزي پېښو سره مخ کېږي،که چېرې فیچر لیکونکی پدې راز پوه شي چې خلک په کومو خبرو خندېږي او ولې خندېږي نوکولی شي د خپل ژوند له طنزي او خندوونکو پېښو داسې فیچر ولیکي چې د ګڼو لوستونکو خوښ شي او هغوی هم وخندوي.
۱۰- کلیز
کلیز هم د فیچر د موضوع د پیدا کولو ښه وسیله ده. له کلیز نه، نه یوازې د تاریخي فیچرونو موضوع ، بلکې د نورو واقعاتو او خاصو ورځو په اړه هم د فیچر موضوع پیدا کېدلی شي، ځکه کلیزبېلابېلې کلتوري، مذهبي،سیاسي،ټولنیزې او نورې ورځې را په ګوته کوي.دغه راز په بېلابېلو فصلونو هم فیچر لیکل کېدلای شي.
۱۱- کتابونه
د کتابونو د مطالعې پر وخت له ډېرو نویو موضوعاتو سره مخ کېدلی شو، چې که لږ زیار پرې وباسو ښه فیچر پرې لیکلای شو. کتابونه، د موضوع موندنې ترڅنګ د موادو ښې سرچینې هم دي.
۱۲- ورځپاڼې او مجلې
په مجلو او په ځانګړې توګه ورځپاڼو کې هره ورځ ګڼ خبرونه خپرېږي چې ځینې یې ډېر جالب او لا سپړنې ته اړتیا لري، خو د خبر د چوکاټ د تنګوالي له امله په لنډ ه توګه خپاره شوی وي . فیچر لیکوال کولی شي دغه ډول خبرونوته د فیچر جامه ورواغوندي، یعنې د موضوع په اړه نور اړوند معلومات راټول کړي، کارپرې وکړي ، موضوع یې پراخه کړي،ښه یې وشاربي او بیا یې د یو ښکلي او جالب فیچر په بڼه خپور کړي.
فیچر لیکنه
د فیچر د موضوع له ټاکلو او د موادو له راټولولو وروسته د فیچر د لیکنې وار رارسېږي.که چېرې د فیچر د لیکلو مرحله په ښه توګه تر سره نشي، نو د موضوع د ټاکلو او د موادو د راټولولو خواري په اوبو لاهو کېږي.
پدې مرحله کې فیچر لیکوال ته پکار ده چې په پوره فکر او دقت د لیکلو یا د فیچر د پیل کولو زاویه وټاکي او په داسې انداز خپلې جملې سره وپیي چې لوستونکی ځان ته راکاږي او اړ یې کړي چې ترپایه یې ولولي.
ښه فیچر لیکوال کولی شي چې یوه کم ارزښته موضوع مهمه کړي او په لږو موادوښه فیچرپرې ولیکي، خو کمزوری فیچر لیکوال سره لدې چې ښه موضوع به لري او د ډېرو موادو په راټولولو به یې هم زیاته خواري کړي وي مګر له هغه ځایه چې د فیچر لیکنې هنر یا وړتیا نه لري ښه او جالب فیچر چې د لوستونکو پام ځانته راواړوي نشي لیکلی.
د ښه فیچر د لیکلو لپاره زیار ، حوصلې تدبیر او ځیرکۍ ته اړتیاده.ځینې وخت داسې پېښېږي چې فیچر لیکوال فیچر ولیکي خو په پای کې دې پایلې ته ورسېږي چې فیچر ښه او جالب ندی لیکل شوی، پداسې وخت کې یې باید بیا د دوهم یا دریم ځل لپاره ولیکي، ان دښه والي لپاره بهتره ده چې بېخي له بلې زاویې له سره ولیکل شي، تر څو په پای کې لوستونکو ته ښه فیچر وړاندې شي.
د فیچرد کامیابۍ لپاره د فیچر لیکلو پر مهال باید دا پرېکړه وشي چې فیچر له کومې زاویې پیل او ولیکل شي.
فیچر لیکونکی باید د فیچر لیکلو پر مهال د خپلو ګټو پر ځای د لوستونکو ګټې په پام کې ولري، دغه راز پدې خبره تقریباً ټول خبریالان او ایډیټران اتفاق لري چې په فیچر لیکلو کې باید د لوستونکو خوښې ته لومړیتوب ورکړل شي او د لوستونکو د خوښې په موضوعګانو فیچر ولیکلي، نو د دې لپاره فیچر لیکوال ته لازمه ده چې د انسانانو له اړیکو، د هغوی د ژوند له حالاتو او د هغوی له بېلابېلو ستونزو ځان خبر کړي.
د فیچر د لیکلو پر مهال فیچر لیکوال ته لازمه ده چې دا ځانته څرګنده کړي چې فیچر باید څومره اوږد وي. فیچر لیکوال دغه خبره په درې ډولونو معلومولی شي:
۱- د مجلې یا ورځپاڼې ظرفیت څومره ده؟
۲- څومره مواد لري؟
۳- موضوع څومره اهمیت او ارزښت لري؟
که چېرې د فیچر موضوع ښه او باارزښته وي، مواد په زړه پوري، معلوماتي او نوي وي نو که فیچر هر څومره اوږد هم شي په ورځپاڼو او مجلو کې ځان ته د خپرېدو ځای موندلی شي، تر دې چې د نړۍ په ځینو مجلو او ورځپاڼو کې جالب اوږده فیچرونه چې لوستونکو ته ډېر په زړه پوري وي په څو ګڼو کې برخې برخې خپرېږي.
فیچر لیکنه ځانګړې طریقه، چوکاټ یا اصول نلري، بلکې هر نوی فیچر په جلا طریقې چې وکولی شي د لوستونکو پام ځان ته راواړوي لیکل کېږي.
امریکایي فیچر لیکوال رابرت رچردز وایي:« زما د فیچر لیکنې طریقه دا ده چې لوستونکی ځان د فیچر په فضا کې داسې احساس کړي لکه د یو فلم د لیدو پر مهال یې چې محسوسوي.
دا مهمه نده چې تاسو څه لیکئ، مهمه دا ده چې څنګه یې لیکئ. د کلمو استعمال زده کړئ، ځکه یو لیکوال باید دا وړتیا ولري چې یوه پېښه په څو ډوله ولیکي.»
د فیچر ځینې برخې باید په انځوریزه ژبه ولیکل شي، نو د فیچر لیکوال قلم باید دا وس ولري چې لکه انځورګر د انځور رنګ او روح پر کاغذ ولیکي.
د فیچر د لیکلو ژبه باید د فیچر له موضوع سره سمون ولري، د سختو او غیر معمولو کلمو کارونه د فیچر اغېز کموي نو باید هڅه وشي چې تر وسه وسه ساده او عام فهمه ولیکل شي.
د فیچر برخې
فیچرشپږ برخې لري، او هره برخه یې ځینې فني غوښتنې.
د فیچر برخې دا دي:
۱- سرلیک یا عنوان
۲-سریزه یا انټرو
۳-منځنۍ برخه
۴- وروستۍ برخه
۵- برجسته برخې یا های لایټس
۶- عکسونه او انځورونه
۱- سرلیک یا عنوان
سرلیک د فیچر نوم او پلورونکی دی،که سرلیک په زړه پوری وي،خلک لوستو ته اړ باسي.له همدې امله د فیچر د سرلیک د لیکلو پر مهال باید ډېره پاملرنه وشي. سرلیک باید د فیچر له
موضوع سره سمون ولري، که فیچر د یوې جدي موضوع په اړه لیکل کېږي، نو سرلیک یې هم
باید جدي وي او که نه برعکس.
۲- سریزه یا انټرو
د فیچر په لیکلو کې تر ټولو مهمه برخه د سریزې یا انټرو لیکل دي، ځکه همدا برخه ده چې
وروسته له سرلیکه لوستونکی ځان ته راکاږي. لوستونکی په همدې برخه کې پرېکړه کوي چې
پاتې فیچر ولولي که یې پرېږدي.
په خبر کې د خبر تر ټولو مهم ټکي په سریزه کې راغونډېږي، خو د فیچر سریزه کې دا مهمه نده چې اصل مطلب یا مهم ټکي څرګند شي،بلکې مهمه دا ده چې سریزه کې تلوسه وي پا په داسې انځوریزو کلمو ولیکل شي چې لوستونکی د فیچر منځنۍ برخې ته بوزي چېرې چې اصل مطلب بیان شوی وي.
د فیچر د سریزې د اوږدوالي اندازه ټاکلې نده، له یوه تر څلورو پراګرافونوپورې لیکل کېدای شي۱
دغسې د فیچر د سریزې د لیکلو لپاره ځانګړی چوکاټ نشته بلکې د فیچر د موضوع په پام کې نیولو سره سریزه کښل کېږي،ځینې وخت د فیچر سریزه د خبرو اترو په بڼه هم لیکل کېږي.
۳- منځنۍ برخه
له سریزې وروسته د فیچر منځنۍ برخه لیکل کېږي.پدې برخه کې فیچر لیکوال ستونزه مطرح کوي او خپله څېړنه وړاندې کوي. که چېرې د فیچر خام مواد مخکې له مخکې برابر شوي او تنظیم شوي وي دا برخه په اسانۍ لیکل کېږي، خو نویو فیچر لیکوالو ته لازمه ده چې د دې برخې په لیکلو کې له ډېر دقت نه کار واخلي، ځکه پدې برخه کې فیچر لیکوال نه یوازې بېلابېل حقایق وړاندې کوي، بلکې دا هڅه هم کوي چې په لیکنه کې یوشانوالی پیدا نشي. د دې لپاره کله حقایق په ډرامایي او کیسه ییزه بڼه وړاندې کوي او کله په ادبي او احساساتي.
د فیچر د هر پراګراف لیکلو ته باید دقت وشي چې نه ډېر اوږد او نه ډېر لنډ وي. که څه هم فیچر په ادبي انداز لیکل کیږي خو دا باید ومنو چې فیچر ژورنالیستیکه لیکنه ده نو ژبه او د لیکلو سبک یې په عین هنري والي کې باید ساده او عام فهمه وي. دغه راز د فیچر پراګرافونه باید منطقي ربط سره ولري. که چېرې په فیچر کې له یوې پېښې بلې ته راځئ نو لازمه ده چې د دغو دوو پېښو د ربط ورکولو په مقصد یو یا دوه پراګرافه ولیکل شي.
د فیچر په منځنۍ برخه کې ډیالوګ یا مکالمو ته هم اهمیت ورکول کېږي . د مکالمو له امله په فیچر کې ښایست او بې تکلفي رامنځته کېږي او لوستونکی خپل ځان له حقیقت سره ډېر نژدې احساسوي.
۴- وروستۍ برخه یا پایله
د دې برخې په لیکلو سره فیچر پای ته رسېږي، د فیچر په پایله کې لیکوال هڅه کوي چې د یوه په زړه پوري نقل قول یا وینا په لیکلو سره فیچر پای ته ورسوي، یا په بله بڼه د فیچر پایله جالبه کړي.
د فیچر جوړښت د خبر له جوړښته توپیر لري. په خبر کې خبریال له ډېرو مهمو ټکو نه پیل کوي او ورو ورو لږو مهمو ټکو ته راځي خو فیچر د یو منظر یا کرکټر شخص نه پیلېږي، دلته په سر کې د مهمو ټکو راوړل ارزښت نه لري، بلکې دلچسپو ټکو ته زیات ارزښت ورکول کېږي.
د خبر په پرتله په فیچر کې انساني احساساتو او جذباتو ته زیات ارزښت ورکول کېږي، لوستونکی
داسې ګومان کوي چې هر هغه څه چې لولي، ګواکي په سترګو یې هم ویني او احساسوي یې.
۵- برجسته برخې یا های لایټس
ځینې وخت د فیچر د مهمو برخو د راڅرګندولو لپاره هغه برخې په غټو تورو لیکل کېږي یا دا چې د رنګ په مرسته تر نورې لیکنې جلا کېږي چې دغو برخو ته های لایټس وایي او د لوستونکو د پام د رااړولو لامل کېږي.
نن سبا د چاپ د نوې ټکنالوژۍ په مرسته په ورځپاڼو او مجلو کې د بېلابېلو برجسته سرلیکونو او د عکسونو او انځورونوکارونه دومره زیاته شوې چې های لایټس ته اړتیا نه پاته کېږي، خو که چېرې د فیچر لپاره عکسونه او انځورونه لږ وي یا دا چې فیچر لیکوال غواړي ځینې ډېرې مهمې برخې ژر د لوستونکو پام ځانته راواړوي، نو له های لایټس څخه استفاده کوي.
۶- عکسونه او انځورونه
چیني فیلسوف کنفیوشس ویلي چې:« یو عکس تر زرو کلمو غوره دی.»۱
نن سبا په نړۍ کې له عکسونو او انځورونو پرته د مجلو او ورځپاڼو تصور هم نشي کېدی، بلکې مجلې او ورځپاڼې عکسونو او انځورونو ته دومره پام کوي چې د ورځپاڼو د لوستونکو په نسبت یې کتونکي ډېر دي.
ډېری وخت د ورځپاڼو او مجلو ښه او مهم مطالب د عکسونو او انځورونو د نشتوالي یا لږوالي له امله د لوستونکو له پامه غورځېږي او ارزښت ته یې نه متوجه کېږي، خو ځینې عادي مطالب د ښو عکسونو او انځورونو په درلودو د لوستونکو د پام وړ ګرځي او لوستو ته یې اړباسي، نو پدې لحاظ په فیچرونو کې د عکسونو او انځورونو کارونه خورا ارزښت لري.
په فیچرونو کې یوازې په کمره اخیستل شوي عکسونه او رسامي انځورونه نه، بلکې کارتونونه، سمبولونه، نقشې اوداسې نور هم چاپېدلی شي.
هغه عکسونه او انځورونه چې له فیچر سره خپرېږي باید دغه ښېګڼې ولري:
۱- عکس او انځور د فیچر له موضوع سره اړخ ولګوي او د موضوع په لا څرګندولو کې مرسته وکړي.
۲- عکس او انځور د لوستونکو د پام او دلچسپۍ وړ وګرځي.
له فیچر سره د عکسونو او انځورونو د چاپ د اهمیت په اړه جارج فوکس موټ لیکي:«عکسونه او انځورونه فیچر ته ځانګړی رنګ ورکوي، د لوستونکي نظر فوراً د رنګینو او ښایسته شیانو خوا ته اړوي او هغوی په خپل ذهن کې د تصویرونو په اړه بېلابېلې کیسې جوړوي، نو له دې امله لوستونکي په فیچرونو کې عکس او انځور خوښوي.
هغه عکسونه او انځورونه چې له فیچر سره چاپېږي باید دوو مهمو ټکو ته پکې پام وشي:
۱- اخلاقي خوا
په بې رحمانه توګه د وژل شویو کسانو عکسونه باید خپاره نشي، د هغو قاضیانو چې پر یو چا د اعدام حکم کوي یا د اعدامېدو پر مهال د چا عکس چاپ نشي،دغه رازد هغه کس عکس چې جنسي تېری پرې شوی وي او داسې نور.
۲- فني خوا
له فني اړخه د عکس په چاپولو کې باید د عکس لید لوری،په فیچر کې د عکس او انځور ځای په نظر کې ونیول شي.
لکه څنګه چې فیچر لیکوال د فیچر په پیل یا پای کې خپل نوم لیکي نوعکاس او انځورګر هم حق لري چې نوم یې ولیکل شي،دغه راز د عکس لاندې cuption یا لنډه توضیح هم باید ولیکل شي.
د فیچر ژبه
د فیچر ژبه له ریپوټ او خبر سره توپیر لري. په خبر او ریپوټ کې هره کلمه یوه روښانه معنی
افاده کوي او د ادبي، انځوریزې او سمبولیکې ژبې له کارونې پکې ډډه کېږي، خو په فیچر کې
لیکوال هڅه کوي چې مطلب په ډرامایي،سمبولیکه او انځوریزه ژبه لوستونکي ته وړاندې کړي ترڅو لوستونکی د فیچر له لوستو ستړی نه، بلکې خوند واخلي او تر اخره یې ولولي.
دا سمه ده چې په فیچر لیکنه کې تر ډېره ادبي او کیسه ایز نثر کاریږي،خو دا باید په یاد ولرو چې فیچر ژورنالیستیکه لیکنه ده او باید د ټولنې هر لوستی فرد یې په معنی او مفهوم پوه شي، نو د فیچر ژبه باید تر وسه وسه ساده او عام فهمه وي خو نثر کیسه ییز او ډرامایي.
په افغانستان کې فیچر لیکنه
اوس مهال فیچر لیکنه د نورې نړۍ په ځانګړې توګه لوېدیځې نړۍ په مطبوعاتو او بريښنايي رسنیو کې خاص ځای لري، خو د افغانستان په ژورنالیزم کې نوی ژانر دی. او تراوسه په افغاني رسنیو کې هسې چې ښایي نه تر سترګو کېږي او نه هم په دغه ژانر څېړنیزې لیکنې شوي.
اوس اوس په ځینو افغاني رسنیو کې فیچر ته پام شوی، د بېلګې په ډول پژواک خبري اژانس له لنډې مودې را په دېخواپه خپله وېبپاڼه کې د خبرونو، ریپوټونو او مرکو ترڅنګ د فیچرونو برخه هم پرانستې او د افغانو فیچرلیکوالو د فیچر لیکنې نوې تجربې پکې لوستل کېدی شي.که څه هم دغه فیچرونه به د فیچر لیکنې له ټولو اصولو سره برابر نه وي، خو له هغه ځایه چې هره نوې پدیده په سر کې له ستونزو سره مله وي نو د نن ورځې همدغو کمزورو فیچرونو او فیچر لیکوالو د سبا ورځې د عالي او په تول برابرو فیچرونو زېری راوړي.