ځمکه

ځمکې بوډۍ د درې میاشتني خوب سپینه بړستن لرې کړه، خپلې خوبولې سترګې یې وغړولې، الماسي برېښېدونکې جوړانګې یې ولیدې چې د لمر د مهربانو وړانګو په مټ، په خپل وجود کې له سکونه ستړي شوي څاڅکي د ویالو او لښتیو په بهېدونکي ژوند ورګډوي.

 

د ځمکې کرخت وجود کې وروسته له مودو یوځل بیا د ځوانۍ  احساس راوپارېد، سترګو کې یې د زرغون پوښ د اغوستو مینه وځلېده، زړه کې یې یو وار بیا د راسپخېدو هیله مسکۍ شوه او ځان یې له طبعیت سره د نکاح په زرغونو ختو کې انځور کړ.

 

 د پسرلي تنکۍ وږمې یې په خپلو ساوو کې راکاږلې، په رګونو کې یې غځونې وکړې... درې میاشتنی کرخت وجود یې سره وپنځېد، ایله اوس یې په خپل وجود کې خوږ او سوی حس کړ....

اوه...

زما خو لا تراوسه پروسږن ټپونه ندي رغېدلي،  اوس هم زوې ترې روانې دي...

 

په وچولي یې ګونځې راخپرې شوې، د ټپونو د مړو خوږو له زوره  یې له خولې زګېروي ووتل...

 

 د ټپونو د ناسور کېدو له درده یې،  په زړه کې د خوښۍ او هوساینې  پارېدلی احساس مړاوې غوندې شو او  په خپله پراخه سینه د خپلو بچو کړو ته په حیرت ولاړه....

 

د خپل وجود  یوې ګوښې  ته یې همدا بچي ولیدل چې د زړه په وینو یې  سینګاروي،  نازوي یې،  د رنګارنګ ګلانو د راغوړېدو په هیله زړي پرې شیندي، نیالګي کېنوي او پدې ډول یې درناوی کوي.....

 خو.....په هغه بله ګوښه کې...

هلته ګوره ... هغه ته ځیر شه ....

ژړغونې شوه، ستونی یې راډک شو....

اه...

څه کوي... دا ظالم زما بچی دی؟ چې په ټپونو مې  مالګې شیندي.... پرې شرمېږم.... دی خو زما د ښکلا لپاره د ګلونو او نیالګیو د غوړېدا لپاره زړي نه کري، نه یې شنه کوي ، دی  خو بس، زما په ستوني کې زما د خپل بچي  وینې بهوي،په یوه مور د خپل بچي وینې څښي ...

 

هو، زه خامخا تږې یم،

هو یم...یم.... یم ...

 خو د مینې، د ښېرازۍ ، د ښکلا، نه د وینې . زما غېږه خو د مینې جل وهلو بچو ته خلاصه ده، مګر دی!

 زما د وجود په سویو کروندو کې وینې بهوي، د زړیو او نیالګیو پر ځای مې د تنکیو بچو   بېروحه کالبدونه  تر پلو لاندې کوي....

مګر زما غېږه، زما  پلو د بېروحه کالبدونو د خښولو ځای دی؟

نه....

نوره له ټپونو ستړې شوې یم، نور د خپلو نازولو سرې وینې نشم څښی....

 

 وګورئ!

  نور بېروحه کالبدونه  زما تر پلو لاندې له سترګو مه پنا کوئ، پرېږدئ  چې زما په غېږه کې د سکون او هوساینې وزرې خپرې کړي...

اې زما هغو!

 چې زما ...ماته وګورئ...زما ...د خپلې مور وجود مو ټپي کړی !

نور نو پټۍ راباندې کېږدئ.....

نور... پټۍ راباندې کېږدئ.....

 

نوی کال

نوی کال راغی، زرغون پوښ په تن،د خوښیو ، تازګیو او نوښتونو خورجین تر څنګ

نویه کاله!

په خیر راغلې

وایه دا وار زموږ لپاره ستا په خورجین کې څه دي؟ بیا هم اور او وینې؟ که ښېرازي او مینې؟

نوی کال مو بختور

Feature فیچر

 

فیچر د لاتینې ژبې له factura،facere او factum څخه اخیستل شوې ده، چې د سینګار، سینګارولو یا فیشن  مانا لري. په زړه فرانسوي کې هم د فیچر feature کلمه په همدې مانا کارول کېده. د فیچر اصطلاح ختیځو ژبو ته له انګلیسي راغلې چې لغوي مانا یې د یو شي ظاهر، بڼه، مخ، ښوونه، ننداره، خد او خال ښودل شوې ده.

 میرزا ادیب د پوهاند شفیق جالند هري د فیچر لیکنې د کتاب په پېژندنه کې لیکي چې «د فیچر کلمه لومړی ډرامې ته ورته یو دول راډیویي پروګرام ته ځانګړې وه یاني نه ډرامه وه او نه له ډرامې څخه بېل» خو ځینې نور بیا فیچر یو ډول نرم خبر یا soft news بولي.

د فیچر په اړه د ژورنالیزم ګڼو پوهانو بېلابېل تعریفونه کښلي، امریکایي پټرسن وایي: «فیچرخبرته ورته یوه لیکنه ده چې  له حقایقو سره  څېړنه،شننه او مرکې پکې د دې لپاره ور زیاتې شوي وي چې د لوستونکو لارښوونه وکړي او هغوی خبر کړي.»

دغه راز سپېر سور د فیچر تعریف داسې کوي: «فیچر د ورځپاڼه  لیکونکو لخوا په دې موخه جوړ شوی دی چې کم ارزښته معلومات زیات په زړه پوري کړي.»

کلارنس، ای سکونفسېلډ په خپل کتابEffective feature writingکې د فیچر تعریف داسې لیکي: «فیچر داسې یوه منځنۍ لیکنه ده چې یوې خوا ته یې وچ خبر او بلې خوا ته یې خیالي کیسه یا مضمون دی، یعنې دا په بنسټیزه توګه د یو ریښتیني ریپوټ پایله ده، چې پکې خیالي او وضاحتي توکي هم شامل وي.»

خو د فیچر تر ټولو ښه تعریف ډاکټر مسکین علي حجازي وړاندې کوي هغه لیکي: «پر یوې له پامه لوېدلې موضوع داسې لیکنه چې په زړه پورې او د لوستو وړ یې کړي فیچر باله شي . »

فیچر د اوسني نړیوال ژورنالیزم یو ژانر دی چې نن سبا په نړۍ کې ډېر لوستونکي لري. فیچر د خبر او رپوټ په څېر په پېښوپورې اړوند حقیقتونه وړاندې کوي، خو پدې توپیر چې د خبر ژبه وچه او رسمي وي مګر د فیچر ژبه معلوماتي، انځوریزه او ډرامایي.

په خبر کې هڅه کېږي چې شپږو پوښتنو ( کله، چېرته،څنګه، څوک، څه ډول، ولې) ته ځواب ورکړل شي، خو فیچر شپږو پوښتنو ته د ځوابونې ترڅنګ د پېښې په اړه شننه کوي او لوستونکي یې له شالید او راتلونکو اغېزو خبروي.

پوښتنه دا ده چې ولې نن سبا په نړیوال ژورنالیزم کې فیچر ته ډېر ارزښت ورکول کېږي ؟

ځکه چې:

۱ـ لوستونکي د ډېرو خبرونو له لوستو ستړي کېږي او غواړي داسې څه ولولي چې هم معلومات او اطلاعات ترلاسه کړي او هم تفرېح وکړي.

۲ـ هره ورځ په ټولنه او نړۍ کې ګڼې بېلابېلې پېښې کېږي چې د خبرونو د زیاتوالي له امله دټولو خبرنه خپرېږي، یعنې هغه خبرونه چې اهمیت یې لږ وي نه خپرېږي، نو خبریالان د دې لپاره چې

ځینې له پامه لوېدلې موضوع ګانې په جالبه اوجذابه بڼه د لوستو وړ کړي، نو فیچر پرې لیکي او پدې ډول خلک له نورو پېښو خبروي او اهمیت یې څرګندوي.

فیچر تر ډېره مجلو او ورځپاڼو ته لیکل کېږي خو راډیویي او ټلویزیوني فیچرونه هم جوړېږي. راډیویي او ټلویزیوني فیچرونه تر مطبوعاتي هغو لنډ وي( له پنځو دقیقو تر نیم ساعت ) خو مطبوعاتي فیچرونه د موضوع د اهمیت او د لوستونکو  علاقې ته په پام سره تر درې زره کلمو لیکل کېدای شي.

ځینې وخت د اوږدوالي له امله په پرله پسې توګه په څو ګڼو کې چاپېږي.

د فیچر لیکنې ارزښت او اړتیا

 ختیځ ژورنالیزم ته فیچر لیکنه د لوېدیځو هېوادو له ژورنالیزم څخه راغلې ده. په ختیځو هېوادونوکې د فیچر لیکنې د رواجېدو یو لامل په دغو ټولنو کې هغه وخت د بیان د ازادۍ نشتوالی بلل  شوی دی، له دې امله خبر یالانو هغه خبرونه او موضوعات چې د خپرېدو اجازه نه ورکول کېده په فیچر یا رنګین پوښ کې خلکو ته د معلوماتو د ورکولو لپاره وړاندې کول.

خو د فیچر لیکنې اهمیت هغه وخت زیات شو چې له ډېرو خبرونو سره دلچسپي لږه شوه، نو د دې لپاره چې لوستونکي د پېښو په اړه معلومات ترلاسه کړي او له ورځپاڼواو مجلو سره یې دلچسپي وساتله شي نو خبریالانو فیچر لیکنې ته مخه وکړه.

په رسنیو کې د فیچر د اهمیت یو بل لامل د لوستونکو رواني غوښتنې دي، په اکثرو ټولنو کې ګڼ خلک د ساده او جالبو موضوعاتو لوستل خوښوي، د تبصرو ، مقالو، سر مقالواو داسې نورو تحلیلي لیکنو پر ځای یې د تفرېحي او دلچسپو مطالبو لوستل زیات خوښېږي، نو له هغه ځایه چې رسنۍ د خلکو دغه رواني غوښتنې له پامه نشي غورځولی، د فیچر لیکنې اهمیت او ضرورت لا ډېر کړی.

ګڼ ژورنالیستان پدې نظر دي چې د مطبوعاتي لیکنو لپاره یوازې د معلوماتو ډېروالی بس ندی، ځکه لوستونکي د لیکنې تر لوستو وروسته دا پرېکړه کوي چې زیات او جالب معلومات یې لرل که نه؟ نو د دې لپاره چې یوه مطبوعاتي لیکنه لوستونکي ځانته راوکاږي باید د لیکنې ظاهري بڼه هم جذابه کړای شي چې دغه کار د فیچر لیکنې په ذریعه کېدلی شي.

له دوو خواوو د فیچر د جذابه کېدو هڅه کېدلی شي

۱ـ د مهمو برخو د های لایټ یا برجسته کولو په وسیله.

۲ـ د عکسونو او انځورونو په مرسته

 کله چې پدې ډول لوستونکي لیکنې ته راکښل شول، نو فیچر باید پداسې ښکلو کلمو او جملو لیکل شوی وي یا داسې خبرې پکې وي چې لوستونکی اړ کړي چې تر وروستۍ کرښې یې په شوق ولولي او په دې توګه یې له پېښو خبر او معلومات ورکړي.

د فیچر رایټنګ فار نیوز لیکوال ډنییل ارونسن لیکي:«له برېښنایي ژورنالیزم سره  د چاپي رسنیو د مقابلې تر ټولو ښه  وسیله فیچر لیکنه ده، چاپي رسنۍ  له برېښنایي هغو سره په سیالۍ کې د خبرونو تفصیل د فیچرونو په بڼه لوستونکو ته رسولی شي.»

د فیچر ډولونه

فیچر ډېر ډولونه لري، خو هغه چې د ګڼو هېوادونوپه مطبوعاتو کې عام دي دا دي:

۱ـ شخصي فیچرPersonal feature

شخصي فیچر د مهمو اشخاصو په ژوند او کارونو لیکل کېږي، لکه هنرمندان، لیکوال، سیاسي

څېرې او داسې نور هغه کسان چې کېدی شي لوستونکو ته د هغوی د ژوند په اړه معلومات جالب

یا اړين وي.

شخصي فیچر په دوه ډوله دی :

که چېرې په ژوندانه د چا په کارونو او ژوند فیچر لیکل کېږي، هغه ته شخصي فیچر وایي، خو که د مړ شخص په کارنامو او د ژوند په لوړو ژورو فیچر ولیکل شي، سوانحي فیچر یې بولي.

په شخصي فیچرونو کې د شخصیت د ژوند مختلفې خواوې څېړل کېږي . د فیچر د لیکلو لپاره د

 شخصیت په اړه له لیکل شویو موادو، مرکو او شخصي یادښتونو څخه ګټه اخیستل کېږي، یعنې د

شخصي او سوانحي فیچر مواد له هر هغه کس نه چې په یوه نه یو ډول له اړوند شخصیت سره اړیکې لري یا یې درلودې ، د کورنۍ له غړو  نیولې تر همکارانو او نورو ملګرو پورې اخیستل کېدای شي.

۲- تاریخي فیچرHistorical feature

تاریخي فیچرپه جالبو تاریخي پېښو او حقایقو لیکل کېږي ، په ځانګړې توګه هغه تاریخي پېښې چې له کومې نوې واقع شوې پېښې سره تړاو ولري د بېلګې په ډول: که چېرې به کومه تاریخي ودانۍ په غیر قانوني ډول ولکه ولګول شي یا نور زیان ور ورسول شي، نو د هغې تاریخي ودانۍ او له هغې سره د تړلیو پېښو په اړه فیچر لیکل کېږي.

د تاریخي فیچر مواد له کتابونو، چاپي پاڼو او له داسې کسانو څخه چې خپله یې په هغې تاریخي دوره کې ژوند کړی وي یا تاریخپوه وي د مرکو له لارې تر لاسه کېدلی شي.

۳- خبري فیچرNews feature

خبري فیچر په هغو له پامه غورځېدلو موضوعاتو او خبرونو لیکل کېږي چې لوستونکو ته مهم نه ښکاري یا دا چې د خبرونو د ډېروالي له امله اصلا خپرېږي نه. خبري فیچرونه تر ډېره د خبرونو په پاڼه کې چاپېږي او هڅه کېږي چې په دغه ډول فیچر کې انساني احساسات او غوښتنې داسې ګډې شي چې لوستونکي یې په پوره شوق ولولي.

۴- علمي یا ساینسي فیچرScientific feature

علمي یا ساینسي فیچر په علمي موضوعاتو لیکل کېږي، د دغه ډول فیچرونو ژبه ساده او عام فهمه وي، خوځینې وخت د  ساینسي اختراع ګانو په اړه لیکل شوي فیچرونه ډراماتیکه بڼه هم لري او پدې ډول په ساده او جالبه توګه عام لوستونکی له نویو ساینسي اختراعاتو خبروي.

د علمي فیچر مواد له کتابونو، علمي رسالو او د اړوندې علمي څانګې له ماهرانو څخه ترلاسه کېدی شي.

۵- ټولنیز فیچرSocial feature

په ځینو ټولنو کې ټولنیز فیچر ته تر ټولو زیات ارزښت ورکول کېږي. په دغو فیچرونو کې د ټولنیز ژوند بېلابېلې خواوې څېړل کېږي. په ټولنیز فیچر کې فیچر لیکوال د ټولنې هغو نیمګړتیاوو ته ګوته نیسي او د رابرسېره کولو هڅه یې کوي چې د عامو خلکو له نظره لوېدلي وي او پام نه ورته کوي.

۶- روزنیز یا تعلیمي فیچرEducational feature

روزنیز یا تعلیمي فیچر خلکو ته د تعلیم ورکولو په موخه لیکل کېږي او لوستونکو ته د یوې مهمې موضوع په باب چې د هغوی له ژوند سره تړاو لري روزنیز معلومات ورکوي، لکه روغتیا ساتنه، د تعلیم اهمیت د خوشاله ژوند کولو لارې چارې ....

 

 

د فیچر لیکوال ځانګړنې

اوس مهال د نړۍ په رسنیو کې فیچر لیکنه خاص اهمیت لري او د ورځپاڼو او مجلو په کامیابۍ کې یې ونډه هم ستره ده،.لدې امله ویل کېږي چې هر خبریال فیچر نشي لیکلی او فیچر لیکونکی باید ځینې صفتونه او ځانګړنې ولري.

د یوه ښه فیچر لیکوال ځانګړنې دا دي:

۱- ځیرکتیا او تجسس

کلارنس اې سکونفسیلډځیرکتیا او تجسس د فیچر لیکونکي تر ټولو مهمه ځانګړنه ګڼي، نوموړی په خپل کتابwriting feature Effective  کې لیکي:« تر ټولو دمخه باید تاسو ځیرک او متجسس واوسئ، ځکه چې که تاسو خبري شامعه ونه لرئ او ونشئ کړی له لوستونکو سره له نژدې اړیکه ټینګه کړئ،تر هغه وخته جالب او په زړه پورې موضوعات نشئ موندلای او نه به موضوعات په هغه بڼه چې د لوستونکو د خوښې وړ وګرځي ولیکلی شئ»

۲- له ژبنیو اصولو سره بلدتیا

له ژبنیو اصولو سره بلدتیا او په لیکوالۍ کې مهارت درلودل هر خبریال ته اړینه ده  ځکه پرته له دغو مهارتونو نشي کولی خبریالي وکړي،خو فیچر لیکوال ته په ژبه حاکمیت لرل تر نورو خبریالانو ډېر ضرور دی. فیچر لیکوال باید ادبي نثر ولیکلای شي تر څو په فیچر لیکنه کې وکړای شي یوه پېښه په ډرامایي، انځوریزه او سمبولیکه ژبه ولیکي.

۳- فیچر لیکوال باید د خلکو له رواني حالاتو څخه خبرتیا ولري.     

۴- منطقي فکر وکړای شي.

۵- ښه خبریال یا راپورټر وي.

۶- پراخه مطالعه ولري.

۷-د ټولنې له واقعاتو او حالاتو خبر وي.

۸- د تخلیق او پنځونې وړتیا ولري.

۹- د رسنیو پالیسي په پام کې ولري.

۱۰- د پرګنو غوښتنو ته درناوی ولري.

۱۱ـد مرکه کولو وړتیا ولري.

۱۲- د متوازن شخصیت درلودونکی وي.

د فیچر موضوع

نویو فبچر لیکوالو ته د فیچر لیکنې پر وخت تر ټولو مهمه مسئله دا وي چې په کومه موضوع فیچر ولیکي؟

ظاهراً دا مساله دومره مهمه نه ښکاري، ځکه چې ویل کېږي په نړۍ کې د هر شي په اړه فیچر لیکل کېدای شي،ان دا چې په خپله په فیچر، فیچر لیکل کېدای شي او په لوستونکو یې هم.

فیچر لیکوال د فیچر  لیکلو پر وخت باید دوو ټکو ته پام وکړي او له ځانه دغه دوه پوښتنې مطرح او خواب یې ومومي چې:

۱- ایا لوستونکي به دغه موضوع خوښه کړي؟

۲-ایا داسې مواد به وموندلای شي چې لوستونکي ته نوي معلومات ورکړي؟

 که چېرې ځواب مثبت وو نو کولی شي په فیچر لیکنه پیل وکړي.

باتجربه  فیچر لیکوال کله هم د فیچر د موضوع له لږوالي سره نه مخامخ کېږي، ځکه کله چې دغسې فیچر لیکوال په یوه بله موضوع کار کوي د هغې موضوع شاوخوا څو نورې موضوعګانې راپیدا کوي. دبېلګې په ډول کله چې یو فیچر لیکوال غواړي د ځان سوځونې په یوې پېښې فیچر ولیکي دغې موضوع ته د موادو د راپیدا کولو پرمهال یې  په کورنیو کې د تاوتریخوالي بېلابېل

ډولونه، بېسوادي،بېوزلي، رواني ناروغۍ او لسګونه نور موضوعات تر سترګو کېږي او په

 راتلونکې کې کولی شي فیچر پرې ولیکي.

فیچر پر اشخاصو هم لیکل کېدای شي،یوازې نامتو اشخاص نه بلکې په عادي اشخاصو هم فیچر لیکل کېدای شي پدې شرط چې د پام وړ کوم کار یې کړی وي.

کلارنس ای سکونفسیلډ لیکي چې د فیچر موضوع د شخصیت د شخصي او ټولنیز ژوند له بېلابېلو خواوو څخه تر لاسه کېدی شي  لکه له:

  ۱- شخصی یادښتونه

هر څوک به خپل ژوند کې داسې خوږې ترخې خاطرې لري چې هېڅکله یې نشي هېرولی، پدې خاطرو او یادښتونو کې زیاتې داسې وي چې که فیچر پرې ولیکل شي د لوستونکو د پام وړ ګرځېدلی شي.

۲- ناڅاپي پېښې

انسان په ژوند کې له ډېرو ناڅاپي یا غیر منتظره پېښو سره مخ کېږي، چې اصلاً ګومان نه کوي چې داسې څه به ورپېښ شي. د داسې پېښو په اړه هم فیچر لیکل کېدای شي.

۳-  شخصي بوختیاوې

نامتو امریکایي فیچر لیکوال کلارنس اې سکونفسیلد لیکي چې هغه تر ټولو مخکې خپلې شخصي بوختیاوې د یوې موضوع په توګه انتخابولې او داسې  فیچرونه به یې پرې لیکل چې د نورو خبریالانو او عامو لوستونکو د خوښې وړ ګرځېدل.

نو فیچر لیکونکی کولی شي له خپلو بوختیاوو د فیچر موضوع انتخاب کړي.

۴- شخصي تجربې

هر انسان د خپل ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې ځینې کامیابې او ناکامې تجربې کوي، او بالاخره د یوه تجربه کار شخص په توګه راڅرګندېږي. له هغه ځایه چې د هر شخص تجربې له نورو بېلې او کله کله ډېرې جالبې وي نو فیچر لیکوال کولی شي له خپلو یا د ځینو نورو کسانو له شخصي تجربو ګټه واخلي او ښکلی فیچر ولیکي.

۵- کتابتون، میوزیم او تاریخي ودانۍ

په کتابتون، میوزیم او تاریخي ودانیو کې هم کېدلی شي چې د فیچر لپاره بېلابېلې په زړه پورې موضوعګانې وموندل شي.

۶- ټولګټې ادارې

په ټولګټو ادارو کې نه یوازې د فیچر ښې موضوعګانې موندل کېدای شي، بلکې ښه مواد هم پیدا کېږي چې په لږ زیار ښه فیچر ترې لیکل کېدای شي.

۷- کور او کورني مسایل

ځینې وخت انسان په کور کې له داسې پېښو اوستونزو سره مخ کېږي چې له ټولنیزو ستونزو سره نېغ په نېغه اړیکې لري نو  تکړه  فیچر لیکوال د دغو ستونزو او پېښو له څنګه لکه عام وګړي بې تفاوته نه تېرېږي بلکې د فیچر جامه وراغوندي او په ټولنه کې یې مطرح کوي. 

۸- تاریخي مسایل

لوستونکي له تاریخي پېښو سره زیاته علاقه لري، که چېرې په ټولنه کې کومه غټه پېښه کېږي، نو لوستونکي غواړي پوه شي چې ایا تر دې مخکې هم داسې پېښه شوې وه؟ که پېښه شوې وه نو هغه

وخت یې په وړاندې د خلکو غبرګون څنګه وو. تارخي فیچر نه یوازې د خلکو خوښېږي، بلکې اړتیا یې هم احساسېږي.

تاریخي اثار او ودانۍ هم د فیچر موضوع کېدلی شي.

۹- طنزي یا خندونکې پېښې

انسانان د ژوند په بهیر کې له ډېرو خندوونکو او طنزي پېښو سره مخ کېږي،که چېرې فیچر لیکونکی پدې راز پوه شي چې خلک په کومو خبرو خندېږي او ولې خندېږي نوکولی شي د خپل ژوند له طنزي او خندوونکو پېښو داسې فیچر ولیکي چې د ګڼو لوستونکو خوښ شي او هغوی هم وخندوي.

۱۰- کلیز

کلیز هم د فیچر د موضوع د پیدا کولو ښه وسیله ده. له کلیز نه، نه یوازې د تاریخي فیچرونو موضوع ، بلکې د نورو واقعاتو او خاصو ورځو په اړه هم د فیچر موضوع پیدا کېدلی شي، ځکه کلیزبېلابېلې کلتوري، مذهبي،سیاسي،ټولنیزې او نورې ورځې را په ګوته کوي.دغه راز په بېلابېلو فصلونو هم فیچر لیکل کېدلای شي.

۱۱- کتابونه

د کتابونو د مطالعې پر وخت له ډېرو نویو موضوعاتو سره مخ کېدلی شو، چې که لږ زیار پرې وباسو ښه فیچر پرې لیکلای شو.  کتابونه،  د موضوع موندنې ترڅنګ د موادو ښې سرچینې هم دي.

۱۲- ورځپاڼې او مجلې

په مجلو او په ځانګړې توګه ورځپاڼو کې هره ورځ ګڼ خبرونه خپرېږي چې ځینې یې ډېر جالب او لا سپړنې ته اړتیا لري، خو د خبر د چوکاټ د تنګوالي له امله په لنډ ه توګه خپاره شوی وي . فیچر لیکوال کولی شي دغه ډول خبرونوته د فیچر جامه ورواغوندي، یعنې د موضوع په اړه نور اړوند معلومات راټول کړي،  کارپرې  وکړي ، موضوع یې پراخه کړي،ښه یې وشاربي او بیا یې د یو ښکلي او جالب فیچر په بڼه خپور کړي.

فیچر لیکنه

د فیچر د موضوع له ټاکلو او د موادو له راټولولو وروسته د فیچر د لیکنې وار رارسېږي.که چېرې د فیچر د لیکلو مرحله په ښه توګه تر سره نشي، نو د موضوع د ټاکلو او د موادو د راټولولو خواري په اوبو لاهو کېږي.

 پدې مرحله کې فیچر لیکوال ته پکار ده چې په پوره فکر او دقت د لیکلو یا د فیچر د پیل کولو زاویه وټاکي او په داسې انداز خپلې جملې سره وپیي چې لوستونکی ځان ته راکاږي او اړ یې کړي چې ترپایه یې ولولي.

ښه فیچر لیکوال کولی شي چې یوه کم ارزښته موضوع مهمه کړي او په لږو موادوښه فیچرپرې ولیکي، خو کمزوری فیچر لیکوال سره لدې چې ښه موضوع به لري او د ډېرو موادو په راټولولو به یې هم زیاته خواري کړي وي مګر له هغه ځایه چې د فیچر لیکنې هنر یا وړتیا نه لري ښه او جالب فیچر چې د لوستونکو پام ځانته راواړوي نشي لیکلی.

د ښه فیچر د لیکلو لپاره زیار ، حوصلې تدبیر او ځیرکۍ ته اړتیاده.ځینې وخت داسې پېښېږي چې فیچر لیکوال فیچر ولیکي خو په پای کې دې پایلې ته ورسېږي چې فیچر ښه او جالب ندی لیکل شوی، پداسې وخت کې یې باید بیا د دوهم  یا دریم ځل لپاره ولیکي، ان دښه والي لپاره بهتره ده چې بېخي له بلې زاویې له سره ولیکل شي، تر څو په پای کې لوستونکو ته ښه فیچر وړاندې شي.

د فیچرد کامیابۍ لپاره د فیچر لیکلو پر مهال باید دا پرېکړه وشي چې فیچر له کومې زاویې پیل او ولیکل شي.

فیچر لیکونکی باید د فیچر لیکلو پر مهال د خپلو ګټو پر ځای د لوستونکو ګټې په پام کې ولري، دغه راز پدې خبره تقریباً ټول خبریالان او ایډیټران اتفاق لري چې په فیچر لیکلو کې باید د لوستونکو خوښې ته لومړیتوب ورکړل شي او د لوستونکو د خوښې په موضوعګانو فیچر ولیکلي، نو د دې لپاره فیچر لیکوال ته لازمه ده چې د انسانانو له اړیکو، د هغوی د ژوند له حالاتو او د هغوی له بېلابېلو ستونزو ځان خبر کړي.

د فیچر د لیکلو پر مهال فیچر لیکوال ته لازمه ده چې دا ځانته څرګنده کړي چې فیچر باید څومره  اوږد  وي. فیچر لیکوال دغه خبره په درې ډولونو معلومولی شي:

۱- د مجلې یا ورځپاڼې ظرفیت څومره ده؟

۲- څومره مواد لري؟

۳- موضوع څومره اهمیت او ارزښت لري؟

که چېرې د فیچر موضوع ښه او باارزښته وي، مواد په زړه پوري، معلوماتي او نوي وي نو که فیچر هر څومره اوږد هم شي په ورځپاڼو او مجلو کې ځان ته د خپرېدو ځای موندلی شي، تر دې چې د نړۍ په ځینو مجلو او ورځپاڼو کې جالب اوږده فیچرونه چې لوستونکو ته ډېر په زړه پوري وي په څو ګڼو کې برخې برخې خپرېږي.

فیچر لیکنه ځانګړې طریقه، چوکاټ یا اصول نلري، بلکې هر نوی فیچر په جلا طریقې چې وکولی شي د لوستونکو پام ځان ته راواړوي لیکل کېږي.

 امریکایي فیچر لیکوال رابرت رچردز وایي:« زما د فیچر لیکنې طریقه دا ده چې لوستونکی ځان د فیچر په فضا کې داسې احساس کړي لکه د یو فلم د لیدو پر مهال یې چې محسوسوي.

دا مهمه نده چې تاسو څه لیکئ، مهمه دا ده چې څنګه یې لیکئ. د کلمو استعمال زده کړئ، ځکه یو لیکوال باید دا وړتیا ولري چې یوه پېښه په څو ډوله ولیکي.»

د فیچر ځینې برخې باید په انځوریزه ژبه ولیکل شي، نو د فیچر لیکوال قلم باید دا وس ولري چې لکه انځورګر د انځور رنګ او روح پر کاغذ ولیکي.

د فیچر د لیکلو ژبه باید د فیچر له موضوع سره سمون ولري، د سختو او غیر معمولو کلمو کارونه د فیچر اغېز کموي نو باید هڅه وشي چې تر وسه وسه ساده او عام فهمه ولیکل شي.

د فیچر برخې

فیچرشپږ برخې لري، او هره برخه یې ځینې فني غوښتنې.

 د فیچر برخې دا دي:

۱- سرلیک یا عنوان 

۲-سریزه یا انټرو

۳-منځنۍ برخه

۴- وروستۍ برخه

۵-  برجسته برخې یا های لایټس

۶- عکسونه او انځورونه

۱- سرلیک یا عنوان

سرلیک د فیچر نوم او  پلورونکی دی،که سرلیک په زړه پوری وي،خلک لوستو ته اړ باسي.له همدې امله د فیچر د سرلیک د لیکلو پر مهال باید ډېره پاملرنه وشي. سرلیک باید د فیچر له

موضوع سره سمون ولري، که فیچر د یوې جدي موضوع په اړه لیکل کېږي، نو سرلیک یې هم 

باید جدي وي او که نه برعکس.

۲- سریزه یا انټرو

د فیچر په لیکلو کې تر ټولو مهمه برخه د سریزې یا انټرو لیکل دي، ځکه همدا برخه ده چې

وروسته له سرلیکه لوستونکی ځان ته راکاږي.  لوستونکی په همدې برخه کې پرېکړه کوي چې

پاتې فیچر ولولي که یې پرېږدي.

په خبر کې د خبر تر ټولو مهم ټکي په سریزه کې راغونډېږي، خو د فیچر سریزه کې دا مهمه نده چې اصل مطلب یا مهم ټکي څرګند شي،بلکې مهمه دا ده چې سریزه کې تلوسه وي پا په داسې انځوریزو کلمو ولیکل شي چې لوستونکی د فیچر منځنۍ برخې ته بوزي چېرې چې اصل مطلب بیان شوی وي.

د فیچر د سریزې د اوږدوالي اندازه ټاکلې نده، له یوه تر څلورو پراګرافونوپورې لیکل کېدای   شي۱

دغسې د فیچر د سریزې د لیکلو لپاره ځانګړی چوکاټ نشته بلکې د فیچر د موضوع په پام کې نیولو سره سریزه کښل کېږي،ځینې وخت د فیچر سریزه د خبرو اترو په بڼه هم لیکل کېږي.

۳-  منځنۍ برخه

له سریزې  وروسته د فیچر منځنۍ برخه لیکل کېږي.پدې برخه کې فیچر لیکوال ستونزه مطرح کوي او خپله څېړنه وړاندې کوي. که چېرې د فیچر خام مواد مخکې له مخکې  برابر شوي او تنظیم شوي وي دا برخه په اسانۍ لیکل کېږي، خو نویو فیچر لیکوالو ته لازمه ده چې د دې برخې په لیکلو کې له ډېر دقت نه کار واخلي، ځکه پدې برخه کې فیچر لیکوال نه یوازې بېلابېل حقایق وړاندې کوي، بلکې دا هڅه هم کوي چې په لیکنه کې یوشانوالی پیدا نشي. د دې لپاره کله حقایق په ډرامایي او کیسه ییزه بڼه وړاندې کوي او کله په ادبي او احساساتي.

د فیچر د هر پراګراف لیکلو ته باید دقت وشي چې نه ډېر اوږد او نه ډېر لنډ وي. که څه هم  فیچر په ادبي انداز لیکل کیږي خو دا باید ومنو چې فیچر ژورنالیستیکه لیکنه ده نو ژبه او د لیکلو سبک یې په عین هنري والي کې باید ساده او عام فهمه وي. دغه راز د فیچر پراګرافونه باید منطقي ربط سره ولري. که چېرې په فیچر کې له یوې پېښې بلې ته راځئ نو لازمه ده چې د دغو دوو پېښو د ربط ورکولو په مقصد یو یا دوه پراګرافه ولیکل شي.

د فیچر په منځنۍ برخه کې ډیالوګ یا مکالمو ته هم اهمیت ورکول کېږي . د مکالمو له امله په فیچر کې ښایست او بې تکلفي رامنځته کېږي او لوستونکی خپل ځان له حقیقت سره ډېر نژدې احساسوي.

۴- وروستۍ برخه یا پایله

د دې برخې په لیکلو سره فیچر پای ته رسېږي، د فیچر په پایله  کې لیکوال هڅه کوي چې د  یوه په زړه پوري نقل قول یا وینا په لیکلو سره فیچر پای ته ورسوي، یا په بله بڼه د فیچر پایله جالبه کړي.

د فیچر جوړښت د خبر له جوړښته توپیر لري. په خبر کې خبریال له ډېرو مهمو ټکو نه پیل کوي او ورو ورو لږو مهمو ټکو ته راځي خو فیچر د یو منظر  یا کرکټر شخص نه پیلېږي، دلته په سر کې د مهمو ټکو راوړل ارزښت نه لري، بلکې دلچسپو ټکو ته زیات ارزښت ورکول کېږي.

د خبر په پرتله په فیچر کې انساني احساساتو او جذباتو ته زیات ارزښت ورکول کېږي، لوستونکی

داسې ګومان کوي چې هر هغه څه چې لولي، ګواکي په سترګو یې هم  ویني او احساسوي یې.

۵- برجسته برخې یا های لایټس

ځینې وخت د فیچر د مهمو برخو د راڅرګندولو لپاره هغه برخې په غټو تورو لیکل کېږي یا دا چې د رنګ په مرسته تر نورې لیکنې جلا کېږي چې دغو برخو ته های لایټس وایي او د لوستونکو د پام د رااړولو لامل کېږي.

نن سبا د چاپ د نوې ټکنالوژۍ په مرسته په ورځپاڼو او مجلو کې د  بېلابېلو برجسته سرلیکونو او د عکسونو او انځورونوکارونه دومره زیاته شوې چې های لایټس ته اړتیا نه پاته کېږي، خو که چېرې د فیچر لپاره عکسونه او انځورونه لږ وي یا دا چې فیچر لیکوال غواړي ځینې ډېرې مهمې برخې ژر د لوستونکو پام ځانته راواړوي، نو له های لایټس څخه استفاده کوي.

۶- عکسونه او انځورونه

چیني فیلسوف کنفیوشس ویلي چې:« یو عکس تر زرو کلمو غوره دی.»۱

نن سبا په نړۍ کې له عکسونو او انځورونو پرته د مجلو او ورځپاڼو تصور هم نشي کېدی، بلکې مجلې او ورځپاڼې عکسونو او انځورونو ته دومره پام کوي چې د ورځپاڼو د لوستونکو په نسبت یې کتونکي ډېر دي.

ډېری وخت د ورځپاڼو او مجلو ښه او مهم مطالب د عکسونو او انځورونو د نشتوالي یا لږوالي له امله د لوستونکو له پامه غورځېږي او ارزښت ته یې نه متوجه کېږي، خو ځینې عادي مطالب د ښو عکسونو او انځورونو په درلودو د لوستونکو د پام وړ ګرځي او لوستو ته یې اړباسي، نو پدې لحاظ په فیچرونو کې د عکسونو او انځورونو کارونه خورا ارزښت لري.

په فیچرونو کې یوازې په کمره اخیستل شوي عکسونه او رسامي انځورونه نه، بلکې کارتونونه، سمبولونه، نقشې اوداسې نور هم چاپېدلی شي.

هغه عکسونه او انځورونه چې له فیچر سره خپرېږي باید دغه ښېګڼې ولري:

۱- عکس او انځور د فیچر له موضوع سره اړخ ولګوي او د موضوع په لا څرګندولو کې مرسته وکړي.

۲- عکس او انځور د لوستونکو د پام او دلچسپۍ وړ وګرځي.

له فیچر سره د عکسونو او انځورونو د چاپ د اهمیت په اړه جارج فوکس موټ لیکي:«عکسونه او انځورونه فیچر ته ځانګړی رنګ ورکوي، د لوستونکي نظر فوراً  د رنګینو او ښایسته شیانو خوا ته اړوي او هغوی په خپل ذهن کې د تصویرونو په اړه بېلابېلې کیسې جوړوي، نو له دې امله لوستونکي په فیچرونو کې عکس او انځور خوښوي.

هغه عکسونه او انځورونه چې له فیچر سره چاپېږي باید دوو مهمو ټکو ته پکې پام وشي:

۱- اخلاقي خوا

په بې رحمانه توګه د وژل شویو کسانو عکسونه باید خپاره نشي، د هغو قاضیانو چې پر یو چا د اعدام حکم کوي یا د اعدامېدو پر مهال د چا  عکس چاپ نشي،دغه رازد هغه کس عکس چې جنسي تېری پرې شوی وي او داسې نور.

۲- فني خوا

له فني اړخه د عکس په چاپولو کې باید د عکس لید لوری،په فیچر کې د عکس او انځور ځای په نظر کې ونیول شي.

لکه څنګه چې فیچر لیکوال د فیچر په پیل یا پای کې خپل نوم لیکي نوعکاس او انځورګر هم حق لري چې نوم یې ولیکل شي،دغه راز د عکس لاندې cuption یا لنډه توضیح هم باید ولیکل شي.

د فیچر ژبه

د فیچر ژبه له ریپوټ او خبر سره توپیر لري. په خبر او ریپوټ کې هره کلمه یوه روښانه معنی 

افاده کوي او د ادبي، انځوریزې او سمبولیکې ژبې له کارونې پکې ډډه کېږي، خو په فیچر کې

لیکوال هڅه کوي چې مطلب په ډرامایي،سمبولیکه او انځوریزه ژبه لوستونکي ته وړاندې کړي    ترڅو لوستونکی د فیچر له لوستو ستړی نه، بلکې خوند واخلي او تر اخره یې ولولي. 

 دا سمه ده چې په فیچر لیکنه کې تر ډېره ادبي او کیسه ایز نثر کاریږي،خو دا باید په یاد ولرو چې فیچر ژورنالیستیکه لیکنه ده او باید د ټولنې هر لوستی فرد یې په معنی او مفهوم پوه شي، نو د فیچر ژبه باید تر وسه وسه ساده او عام فهمه وي خو نثر کیسه ییز او ډرامایي.

په افغانستان کې فیچر لیکنه

اوس مهال فیچر لیکنه د نورې نړۍ په ځانګړې توګه لوېدیځې نړۍ په مطبوعاتو او بريښنايي رسنیو کې خاص ځای لري، خو د افغانستان په ژورنالیزم کې نوی ژانر دی. او تراوسه  په افغاني رسنیو کې هسې چې ښایي نه تر سترګو کېږي او نه هم په دغه ژانر څېړنیزې لیکنې شوي.

اوس اوس په ځینو افغاني رسنیو  کې فیچر ته پام شوی، د بېلګې په ډول پژواک خبري اژانس له لنډې مودې را په دېخواپه خپله وېبپاڼه کې د خبرونو، ریپوټونو او مرکو ترڅنګ د فیچرونو برخه هم پرانستې او د افغانو فیچرلیکوالو د فیچر لیکنې نوې تجربې پکې لوستل کېدی شي.که څه هم دغه فیچرونه به د فیچر لیکنې له ټولو اصولو سره برابر نه وي، خو له هغه ځایه چې هره نوې پدیده په سر کې له ستونزو سره مله وي نو د نن ورځې همدغو  کمزورو فیچرونو او فیچر لیکوالو د سبا ورځې د عالي او په تول برابرو فیچرونو زېری راوړي.

  

دیوال

 

د سپرلي تودې وږمې د کنګل ژمي د دېواله تر شا په خندا خندا ګامونه اوچتول او د تودو نفسونو غږ یې د کنګل ژمي کنګل زړه ته د یخونو له موټي د آزادېدو، د کنګلو هیلو د یخونو د ویلېدو او غوړېدو زېری ورکاوه.

څومره عجیبه وه د کنګل ژمي غوږونه نورو غږونو ته کاڼه وو، بې تفاوته وو خو د دیواله تر شا د سپرلي د تودو  وږمو د نفسونو غږ یې په شېبه کې وپېژاند او لاس په لاس یې د زړه تر غوږو  ورساو....

د ژمي کنګل شوي زړه د غږ په اورېدو څړیکه کړه، پورته شو چې  وږمو ته ښه راغلاست ووایي، خپل کنګل وجود تر تودو وږمو ورسوي، خو مغزو یې حکم وکړ:

نه...

په خپل ځای کینه...

یو خوا صادر شوی حکم او بل خوا  د سپرلي   تودې وږمې پسې یې وتلې شونډې...

 نه پوهېد  څه وکړي، له تودې وږمې سره څنګه مخامخ شي، ښه راغلاست ورته ووایي او که یې لا هم د تګ په ویر کېني.

×××××××

دیوال ....

یوازې یوه دیوال د سپرلي تودې وږمې له ژمي بیلې کړې وې، نه یې پرېښودل چې دواړه سترګې په سترګو شي.

 ژمي د کنګل په منګولو کې پر خوله د سکوت مهر لګولی وو، یوازې د سپرلي د تودې وږمې د نفسونو غږ یې اورېد، خو د روغبړ جراات یې نه درلود.

  د سپرلي بې خیاله تودې وږمې د دیواله تر شا د ژمي حضور نه احساساوه، یوازې یو نامریي احساس د ژمي تر یو مترۍ  را رسولې وې. ښایي یوازې د دې لپاره چې د ژمي په وجود کې د تودوالي حس را ژوندی کړي او خپلې خپه او په تمه سترګې د غوږو په مټ په اورېدلي غږ تسل کړي.

 

×××××××

 

 سپرلي  د دېواله تر شا د ژمي په تمه سترګې د لیدو په تمه پرېښودې او بېرته یې د خپلو تودو وږمو د نفسونو مزي ورټول کړل. د ژمي له څنګه ولاړ، بې لدې چې په خپلو ژوند بښونکو وږمو د کنګل ژمي په مړاوې روح کې د ګرمۍ ولولې راوپاروي.......

یوازې یوه دیوال سپرلی او ژمۍ سره بېل کړي وو.....

یوازې.....

یوه دیوال....

څومره دښمن دی دېوال

ځه چې راوې نړوو.

 

پمن

 

دوه ورځې کېدې چې پمن څه نه خوړل،کاسه یې له خیشتې ډوډۍ همداسې ډکه پرته وه،یوازې بوی به یې کړه او بېرته به ترې لرې شو. زلمی اندېښنو په سر اخیستی وو چې ولې پمن څه نه خوري؟ ناروغ دی او که کومه بله ټکه پرې رالوېدلې ده، په سترګو یې څاره ، تر نور کله زیات مست ښکارېده ، په واورو کې یې ټوپونه وهل او ځلېدونکوتورو سترګو یې زلمي ته د روغتیا ډاډ ورکاوه.

زلمی پوه شو چې پمن ولې څه نه خوري، هغه یې خاصه خور اموخته کړی وو، اوس یې کله سر په خیشته ډوډۍ ښکته کېده، د هغه خوراک خو د پلا ر د قصابۍ د دوکان کولمې، غدودونه او هډوکي وو، خو پدې اوونۍ کې د واورې اوریا دومره زور کړی وو چې پلار یې قصابي نه وه کړې، په کور ناست وو، نو پمن هم خیشتې ډوډۍ ته پاتې وو.

*********

زلمي دوه کاله مخکې پمن موندلی وو، کله چې هغه ډېر کوچنی وو،د سره اوړي یوه ورځ وه، د پلار د دوکان تر شا یې په یوه غوچوړي کې د مرګ او ژوند تر منځ شېبې اړولې، پښه یې ماته وه او د ډډې د تویې شوي ورګ پر ځای یې سرې غوښې ښکارېدې، کله یې چې زلمی ولید ورو یې وغپل، لکه چې له زلمي یې د مرستې غوښتنه کوله. د زلمي زړه پرې وخوږېد، کور ته یې راووست، خواړه اوبه یې ورکړل او په سر یې د مهربانۍ لاس راتېر کړ.

بیچاره کونګري ته د پمن نوم له همغې لومړۍ ورخې پاتې شو، هغه وخت چې د  زلمي مور خبره شوه چې زوی جان یې څه اعجوبه ورته راوړې ده. له دغې ورځې مخکې به یې مور کله هم دومره نه وو ښکنځلی، هومره چې یې د کونګري په راوړو  وښکنځه. د مور هغه خبرې یې لا اوس هم په یاد دي چې ورته ویلي یې وو:

همدا اوس به دا پمن ورکوې، ځان ته ډوډۍ نه لرو، اوس سپي هم راته ساتې.

زلمي سپی ورک کړ، خو د مور له سترګو. د انګړ په یوه ګوښه کې یې د لرګیو د خرې ترڅنګ پټ ځای ورته جوړ کړ، همدلته به یې له دوکانه راوړي خواړه ، اوبه ورکول او په ډېر زړه سوي به یې د پمن د پښې علاج کاوه. تر څو چې پمن بېرته ژوندی شو، ورو ورو یې پښه  جوړه شوه، سپین زېړچک ورګ یې راووړ او ښکلی کونګری ترې جوړ شو.

اوس یې نو زلمي ته پټول ګران شوي وو، چېرته به چې ته، دی به هم پسې روان وو، نور نو هاغه د لومړۍ ورځې په مرګ حال پمن نه وو. ورو ورو یې مور او د کورنۍ نورو غړو هم ومانه، خو عجیبه دا وه چې اوس هم ټولو پمن ورته ویلې، مګر په زلمي اوس دا نوم بد نه لګېده، بلکې خپله یې هم په ډېره مینه پمونکی باله.

له هغه وخته اوس دوه کاله تېر دي، کونګري پمن نه غټ سپی جوړ شوی ، چې د غپا غږ یې د دوی د واړه کلي تر وروستي کوره رسېږي.

***********

واوره د څو تېرو ورځو په څېر څپک څپک اورېده، خو زلمی پمن ته د خوړو د موندلوپه فکرونو کې ډوب وو او له ځانه نه وو خبر چې په پټو یې سپینه واوره اورېدلې ده، بالاخره یې له ځانه سره خبره غوټه کړه چې سبا سهار وخته باید ولسوالۍ ته لاړ شي او پمن ته څه راپیدا کړي، ساړه یې وشول، کوټې ته د تګ پر وخت یې د پمن په ورګ لاس را تېر کړ، خو پمن مستي غوښته، ځان یې د زلمي په پښو پورې موښه او لکۍ یې ښوروله.

**********

سهار وخته زلمی له تودې صندلۍ راپورته شو، خپل پټو یې تر ځان راتاو او د وتو تکل یې وکړ. داسې ښکارېدل چې شېبه مخکې اوریا درېدلي وي، خو ګومان کېده چې وروسته به بیا پیل شي.

د انګړ وره ته تر ده مخکې پمن د وازولو په نیت خپړې بندې کړې وې هڅه یې کوله وره ته پرته تمبه لرې کړي، د پمن دا چل زده وو.دواړه تر تادرۍ واوښتل ، تر دوی درې کوره وړاندې د سلیم پاپي هم راوتلی وو. زلمی د وره تر شا کیناست او د پمن په غاړه کې یې لاسونه واچول او په ناز یې ورته وویل:

ـ پمونیه ...ځه نن دې غم خورم..... یو څه خو به درته پیدا کم...

راجګ شو،د پمن په سر یې لاس راتېر کړاو د روانېدو پر وخت یې کور تلو ته وهڅاو:

ـ څه .. کورته ځه...

**********

د ولسوالۍ بازار د زلمي له کلي ښایسته ښه لرې وو،  د دوی کلی له نورو کلیو هم لرې پروت وو، څو کوره لکه شپږمه ګوته تر نورو جلا، ګوښې ته د خپلو ځمکو یوې خوا جونګړې جوړې کړې وې.

د پمن له خولې د غپا پر وخت کړۍ کړۍ تفتونه پورته کېدل او په سترګو یې زلمی څاره چې ورو ورو ترې لرې کېده، سر یې د انګړ خوا ته تاو کړ، خولکه چې زړه یې نه غوښتل د خپل خاوند خبره ومني او انګړ ته ننوځي، زړه یې غوښتل چې بیا هغه ځای ته لاړ شي چې له دوو ورخو وربلد شوی وو، پښو یې همغې خوا مخه وکړه.

******

نژدې غرمه وه چې زلمي پلاستیکي په وینو سره کڅوړه په لاس کور ته راورسېد، په پټو یې سپینه واوره ولاړه وه او له سړو یې مخ او پزه تک سره اوښتي وه، خو خوشاله پدې وو چې نن به یې پمن وروسته له دوو دریو ورځو خپل د خوښې خواړه وخوري  او ثواب به پرې وګټي.

پمن چې په انګړ کې په واورو کې رغښت ، د زلمي په لیدو د خوشالۍ غپا پیل او ورته رامنډه یې کړه په دوو پښو ودرېد او په زلمي پورې ونښت، زلمي یې په سر لاس راتېر کړ او په خندا یې وویل:

- راشه وګوره .... څه مې درته راوړي...

لدې  خبرې سره یې د انګړ د دیواله تر څنګ د پمن د خوړو حلبي کاسه له واورې راووېسته، په کاسه کې لا پرونۍ خیشته ډوډوۍ پرته وه، خالي یې کړه او له کڅوړې نه یې په وینو لړلې پلې او کړېڅۍ پکې واچولې او په پمن یې غږ کړ:

ـ راشه پمونیه ...مېلې وکه مېلې....

خو پمن یوازې کاسې ته وکتل او بېرته یې په زلمي پورې ځان موښل پیل کړل.

زلمی هک پک شو...

ـ اخر پمن په څه شي موړ دی....

ـ ولې څه نه خوري....

له ځان سره یې فکروکړ چې پمن خو څوسن هم نه دی چې غلا وکړي او په پټه څه وخوري،حیران وو چې څه وکړي، ځان او ساړه یې هېر شول، بې لدې چې تود شي د خپل ملګري سلیم کور ته روان شو چې له هغه سره مشوره وکړي او د پمن غم وخوري، ځکه هغه هم یو برګ سپی لاره چې پاپي یې باله.

کله چې په وره کې د سلیم سترګې په زلمي ولګېدې سترګې یې له خوښۍ وبرېښېدې...

-زلمیه شکر چې راغلې ... عمر دې اوږد دی همدا اوس مې په زړه کې راوګرځېدې....راشه دا پاپي وګوره .. څه پې شوي هېڅ شی نه خوري، وږی تږی ګرځي....

ـ دا څه وایې ؟.... پاپي څه نه خوري؟

ـ پدې مور مړیو څه شوي... پمن هم په همدې درد اخته دی، زه راغلم چې له تا وپوښتم...--

سلیم او زلمی دواړه پدې فکر کې شول چې اخر په سپیو څه تندر را پرېوتی، جوړ روغ خو په خوړو څکه هم نه کوي.

زلمی پاپي ته نه وو اندېښمن ځکه هغه یې پېژاند، څوسن وو، څو ځلې یې په رڼو سترګو کې غلا ترې کړې وه، خو پمن داسې نه وو ، نو هغه ولې...

سلیم د زلمي د فکرونو مزی پرې کړ

ـ زلمیه... څه پکې وایې ، زه خو وایم چې دې دوو حتماً چېرته څه ښکار پیدا کړی... باید پسې څارو شو...

د سلیم خبره د زلمي زړه ته ولوېده، د منلو په دود یې سر ورته وښوراوه، سهار ورپه یاد شو چې د ده له وتو سره، پمن راووت او پاپي هم هلته لرې څار کاوه.

زلمی له ځان سره وپسنېد:

ـ هر څه چې کوي په ګډه یې کوي...

له همدې سره پاڅېد او د وره په لوري وخوځېد، په تلو کې یې سلیم ته کړه:

ـ سهار وخته راووځه...وبه یې څارو چې څه کیي...

*********

سهار په خړه کې زلمی او سلیم له کلي لږ لرې په کنده کې د پټېدو په نیت روان شول، کنده نژدې وه خو پښې یې تر زنګانه په واوره کې ننوتې او تګ یې ګران کړی وو.

په کنده کې ډېر په تمه پاتې نه شول،پمن راووت شاوخوا یې وکتل، سر یې اسمان ته پورته ونیو، له لنډې غپا وروسته د سلیم د کور په لوري رهي شو.

شېبه وروسته پمن او پاپي جوړه د کلي پورې خوا غونډۍ په لور روان شول.

زلمی او سلیم هک پک شول چې دوی هغې خوا څه کوي، هلته خو پرته له واورو بل څه نشته. اوړی هم ندی چې د رد مرز شویو کډوالو کیږدۍ دې ولاړې وي او دوی یې په کاسو کپړو کې څوس ووهي.

زلمی او سلیم غلي غلي پسې روان شول، سپیان ورو ورو غونډۍ ته نژدې کېدل، خو د غوندۍ په لمنه کې یو دم جوړه له سترګو پنا شول، لکه په مځکه چې ننوتي وي.

زلمی او سلیم ورخطا شول ، یو بل ته یې وکتل، په خپلو سترګو یې باور نه کېده، د دواړو په سترګو کې يوه پوښتنه ځلېده :

یو دم دواړه غبرګ څه شول؟

په واوره کې د سپیو په پلونو پسې غوندۍ ته نژدې شول، په همغه ځای کې چې سپیان ترې، تري تم شوي وو غلی خرپ خرپ اورېدل کېده.

سلیم غوږونه بوڅ کړل، د پاپي د غورمېدو غږ یې وپېژاند او زلمی یې په اشاره وپوهاوه چې همدلته دي.

دواړو شاوخوا وڅارله،  له سپینې واورې پرته بل څه نه ښکارېدل، یوازې یو ځای لکه کوم شی چې د واورې لاندې شوی وي تر شاوخوا ځایو اوچت برېښېده، زلمی ور نژدې شو، ښه چې ځیر شو یوې خوا ته یې یوه توره سوړه تر سترګو شوه، ورټیټ شو، د واورې له لاندې د یوې پرېړې خړې ټوټې زۍ  راوتلې وه ، لږ یې راکش کړه ، د ترپالي کیږدۍ زۍ وه. غوښتل یې دا خبره سلیم ته وکړي، خوله یې لا وازه کړې نه وه چې له سوړې د پاپي ورخطا ټوپ یې خبره ترې هېره کړه، زړه یې بوټ وخوت، وېرېدلو سترګو یې پاپي پسې وکتل چې په خوله کې یې د بنیادم د لاس پنجه نیولې وه او په غونډۍ یې پورته منډې وهلې.

 

یو وجود دوه انسانه

زه هر انسان دوه انسانه ګڼم منې یې؟

لومړی واوره بیا ووایه.

 ظاهراً هر انسان یو وجود لري، خو زه فکر کوم چې په همدې یوه وجود کې دوه موجوده (انسانان) اوسي، یو مادي او بل معنوي.

مادي انسان هغه دی چې وجود یې ټول ګوري، پېژني یې، کار کوي، ګرځي، خوري، څښي...

خو په همدې مادي انسان کې معنوي انسان اوسي چې ډېر کله ناپېژندلی پاتې کېږي، څوک یې هغسې چې دی نشي درک کولای.

زه مادي انسان فرع ګڼم او معنوي انسان اصل. مادي یا ظاهري انسان د معنوي یا اصل ځاله بولم.

کله کله څه چې ډېر وخت د یوه وجود مادي او معنوي انسانان سره په ټکر کې واقع کېږي، د یوې موضوع په اړه په یوه وجود کې دوه خبرې کېږي، هر یو هم  بیل بیل دلیلونه لري.

 ته وګوره کله کله سره لدې چې په اصطلاح زړه دې غواړي یو کار وکړې ښه یا بد، خو ځان سانسوروې اوډډه ترې کوې، یا دا چې له منع کولو سره سره ( د مادي یا معنوي انسان لخوا)  هغه کار تر سره کوې، که دا د مادي او معنوي انسان ټکر ندی نو څه دی.

بل دا چې دواړه انسانان د یوه بل په وړاندې برلاسي کېدلی شي، پدې توپیر چې که معنوي انسان پر مادي برلاسی شو، نو وجود په د خیر په لاره سم وي، داسې به هم کېږي چې معنوي انسان خپلې ځینې روا غوښتنې چې د ټولنې له ځینو ناسمو دودونو او اخلاقو سره په ټکر کې وي د مادي وجود د خیر او نېکنامۍ په لار کې ځار کړي، مګر که مادي وجود برلاسی شو او د معنوي هغه په وړاندې یې بغاوت وکړ، نو د شر دنیا خو ډېره لویه  ده.

خو سره لدې چې مادي او معنوي انسانان په یوه بل برلاسي کېدلی شي، له یوه بل نه اغېزمن هم دي.د دې لپاره په نړۍ کې داسې څوک نشې موندی چې بشپړ ښه یا بد وي.

په نړۍ کې تر ټولو بد انسان ښېګړې لري چې د بدیو په وجه یې نشو لیدی او همداسې  تر ټولو ښه انسان ځینې بدۍ لري چې د ښو تر سیوري لاندې یې ورکېږي او اوچته نه ښکاري.

نو زه هر انسان دوه انسانه ګڼم

اوس ته ووایه منې یې او که نه؟

ماته هیله

ساراني بوټي په سپېره بیدیا کې د اغزیو تر سیوري لاندې نوې تېغنه وهلې وه، غوښتل یې د رنګونو دې دنیا کې چې هر څه څو رنګه لري، په یوه رنګ سر راپورته کړي، وغوړېږي او د خپلې مور یو رنګه غېږې ته ښکلا وروبښي.

تنکۍ تېغنې هر څه چې له ځمکې سر راپورته کاوه، تندې ځوراوه. لمر چې په لومړيو کې یې د اغزیو د بوټي له شا ورسره پټپټانی کاوه او ډډې یې په خپلو تودو پلوشو ورتودولې، اوس خپله ګرمي زیاته کړې وه.

د بوټي تنکۍ شونډې له تندې ترکې چودلې وې،او مړاوو سترګو یې د آسمان په پراخه غېږه کې د ورېځو د زېږون لار څارله...

                                              ×××××××××

ورېځې وزېږېدې او د بوټي په تمه سترګې د ورېځو په لمن په ولاړو قطرو خوږې شوې. بوټي خپلې جل وهلې ماشومې پاڼې ورېځو ته د باران د څاڅکو د ورېدو په هیله لپه کړې، خو قهرېدلو ورېځو چې لکه مست اتڼچیان د باد له هر تاو سره څڼې اچولې، په بیدیا او ماشوم بوټي د څاڅکو د نذرانې زړه نه درلود

ورېځې په اتڼ اتڼ د تږې دښتې له سره تېرېدلې او جل وهلي بوټي لا د یوه څاڅکي لپاره لپه سوال ته پورته کړې وه.

                                                            ××××××××××

لمر د اسمان  یوې ګوښې ته شو او خپلې پلوشې یې د بوټي له جنازې ورو ورو راټولې کړې، نه یې غوښتل د بوټي د تنکي وجود وروستۍ شیره هم وزبېښي.

بوټي د یو رنګۍ په هیله سر اوچت کړی وو، خو په همدې ارمان یې د رنګونو له ریا کارې دنیا سترګې پټې کړې...

او د باد کبرجنو څپو ته یې ځان وسپاره چې په بېباکۍ یې یوې او بلې خوا پورې واهه او په غوږ کې یې په پسني دا سندره ویله چې:

                         دا زمانه په یو رنګۍ باندې باور نلري

                         که غواړې هسکه غاړه ژوند وکړې نو څو رنګه شه.

 

اخلاق او حقوق

چېرې چې د اخلاقو سیوری خلک په کاڼو ولي

چېرې چې حق مړ دی، تعریفېدلای نشي

په داسې ځای کې موږ د اخلاقو او حقوقو پنډ پنډ کتابونه پرانستي

غواړو اخلاق!؟  او حقوق!؟ ولولو.

 

چاودنه

 

شپږ بجې د مبایل  سهارني زنګ راويښه کړم، په ناراستۍ مې زنګ غلی کړ، د دې په ویلو چې ځه تر اوسه وخت دی، ځان مې یو وار بیا په کمپله کې را تاو کړ، بېرته خوب وړې وم، کله چې راویښه شوم اووه بجې وې اوچته پر ځای کیناستم . سر پورې مې بیګانۍ لیکلې او نالیکلې پاڼې ګدې وډې پرتې وې د پوهنتون لپاره مې باید یو سیمینار  برابر کړی وای، د شپې لس بجې برق په تیاره کې پرېښودم ، نیون مې بل کړ خو د هغه چارچ هم وروسته تر یولسو بجو زما ملګرتیا ونه کړه.خدای راکړه، کراره پرېوتم.

 پدې فکر چې نور به یې که په دفتر کې وخت پیدا شو ولیکم پاڼې مې سره راټولې کړې او په یوه مجله کې مې کېښودې.

که نوره ورځ وخت له سړي ځي، په سهار کې منډې وهي، د دفتر د موټر راتګ ته څه نه وو پاتې ژر ژر مې ځان تیار کړ، هر سهار مور یو کتاب راته ختموي چې ولې سم سبا ناری نه کوم او په اخر کې وایي :

ستا له لاسه مې هره ورځ زړه شین وي، یوه مړۍ ډوډۍ نه راباندې کېني.

نو د دې لپاره چې د مور زړه شین نشي د سبا ناري لپاره یې ترڅنګ کېناستم . د موټر د راتګ له وخته  اته نهه دقیقې تېرې وې، په دې اندېښنه کې شوم چې هېره کړې یې نه یم ځکه نن سه شنبه وه او زه نور کله د پوهنتون تګ له امله پرته له دوشنبې او پنجشنبې سهار دفتر ته نه تلم خو اوس چې ازموینې دي، دغه مهال وېش بدل شوی، که څه هم درایور ته مې پدې مانا چې زه نن دفتر ته ځم مسکال ورکړی وو، خو هرې وړې غټې خبرې ته زړه خوړل خو زما پخوانی عادت دی.

پنځه ویشت کم اووه بجې شوې، لا هم د موټر سر درک نه وو معلوم،یوه بله پیاله چای مې هم  واچاو، مور ته مې مخ واړاو او ومې ویل:

نن خودې زړه نه شین کېږي.

مسکۍ شوه، څه ویلو ته یې خوله جوړه کړه، خو له  یو نژدې درانده غړمب سره د ځمکې رېږدېدو او د ښیښو شرنګي ټول د یوې شېبې لپاره په ځای وچ کړل....یوه شېبه وروسته په خود شوم، له پاڅېدو سره سم مې له خولې ووتل:

چاودنه....

د ارسۍ مخې ته لاړم چې وګورم چېرې څه وشول، لکه د هرې ورځې شاوخوا دود او دوړو پوښلې وه، لږ لرې سم څه نه ښکارېدل. له څو شېبو څار وروسته مې د درېیمو مکروریانو د بلاکو تر شا سترګې د دود او دوړو په اوچته شوې غړوسکه ولګېدې

ـ د هوایي ډګر په سرک شوې ... اخ ...هلته دا وخت څومره ګڼه ګوڼه وي .....

په چاودنه کې غږېدم چې د درایور مسکال راغی، له کوره د وتو پر وخت مې وویل :

د خدای په امان، نه پوهېږم مازدیګر بېرته راګرځم که نه.

کله چې موټر ته پورته شوم،خبره شوم چې چاودنه د وزیر اکبر خان څورلسم سرک ته څېرمه  شوې، درایور او نور همکاران په شکر ښکو وو چې ښه شو موټر ځینې ځایونه وځنډېد  که نه چاودنه سم په هغه وخت کې شوې چې زموږ موټرله هغه ځایه تېرېږي.

                                       ×××××××××××

نن به بیا د دې پېښې د بی ګناه  وژل شویواو ټپیانو په کورو کې د ویر ټغر پروت وي ، څو انسانان به یتیمان شوي، کونډې شوې او بورې شوي وي  او د خپلو عزیزانو د بدن په غوښو پسې

به لالهانده وي ، خو اخوا ځینې نور انسانان بیا د چاودنې او د بې ګناه انسانانو دوژنې ویاړ خپل خپل ګڼي ، طالبان یې خپل کار او اسلامي حزب یې خپل کار بولي او پرې ویاړي.

د نوامبر شلمه

د مور په غږ له درانه خوبه راپاڅېد، په ځای کېناست، سترګې یې چې له خوبه بېرته سره ورتلې  په دواړو موټو ومښلې،زړه یې غوښتل لږ نور هم ویده شي، خوله یې وازه وازه کېده، لاسونه یې چت ته جګ کړل، خپله شخي یې ووېسته. سترګې یې د بړستنې درې نورو خواوو ته په خپلو خویندو، ورونو ولګېدې چې وران وران د ماشومتوب په خواږه خوپ ویده وو، زړه یې نه کېده چې پښې له بړستنې راوباسي او پاڅېږي، خو د مور بېګانۍ خبره ورپه یاد شوه چې ورته ویلي یې وو:

سهار ته ډوډۍ نده پاتې، ماشومان به څه خوري ؟

اوچته راپاڅېد، د ارسۍ مخې ته ودرېد او د ښیښو پر ځای ارسۍ ته له کلک شوي پلاستیک نه یې د بهر کتو هڅه وکړه ، څه ورته ښکاره نشول، یوازې د پلاستیک له کړپ و کړوپ نه پوه شو چې بهر باد لګېږي. بدن یې ورېږدېد، ساړه یې وشول،خو چاره نه وه، باید خپل کار پسې تللی وای.

د وره پرځای پرته درنده پیوندي پرده یې بېرته کړه، دهلېز ته ووت، خپلو پلاستیکي څپلکو ته یې پام شو چې دواړه سره شلېدلې وې، ان پرون لا په سختۍ پکې ګرځېده، زړه کې یې دا پوښتنه تېره شوه  چې:

نن به مې پکې تېره شي ؟

څپلکه یې شاوخوا ښه وکته، پښې ته یې کړه او له څان سره یې وویل:

څه نن مې پکې تېرېږي، که بیا وشلېده یو پلاستیک ملاستیک به ترې راتاو کړم...

د نورو ورڅو پر خلاف د اسمان مخ تورو ورېڅو پوښلی وو، د دوی د جونګړې تر څنګ د دوه پوړیزکور له دودکشه د  راوتونکي دود بوی، باد د ده تر سږمو رارساوه، او ده ته یې دهغو کیسو د شهزاده ګانو  او شهزادګیوماڼۍ ورپه زړه کولې چې پلار به یې هغه وخت چې ژوندی وو هره شپه د خوب پر مهال ورته کولې...

ارسۍ ته د کلک شوي پلاستیک پړکېدو دی د شهزاده ګانو او شهزادګیو له ماڼیو بېرته خپلې کڼډوالې ته راووست.د ارسۍ مخې ته یې پرته زړه ټوټه چې یو وخت یې د مور کمیس وو، راپورته کړه، له یوې څنډې یې اوږده ريښکۍ ووېسته او د ښۍ پښې غټه ګوته یې چې پرون یې له چاودې وینې راوتلې وې، پرې وتړله، نوره یې تر لاس تاو کړه  او د ښار په مقصد رهي شو.

                                                            ×××××

لمر د تورو ورېڅو تر شا ایسار وو، اټکل یې نشو کوی چې څو بجې به وي، خو په نس کې یې د لوږې اور، بل وو، پوه شو چې د غرمې شاوخوا به وي. له سهاره یې څو سرکونه ګز و پل کړي وو، د ډېرو کروزینونو، لنډکروزرو، کرولاوو او ټکسي موټرو په ښیښو یې صافي تېره کړې وه، خو چا څه نه وو ورکړي، دموټرو د بندو ښیښو ترشا ناستو سورلیو ان د ده غږ نه وو اورېدلی چې د خپلو وړو خویندو ورونو د لوږې شکایت یې ورته کاوه.

ده سهار له خپلې مور سره، کله چې د سوال لپاره یې خپله سولېدلې، سورۍ سورې چادري به سر کوله او وته ژمنه کړې وه چې تر غرمې به د څو وچو ډوډیو پیسې ګټي او د خپلو خویندو ورونو ګېډې به مړوي.خو تر اوسه یې څه لاس ته نه وو راغلي.

د سرکه ترخوا ودرېد، لاسونه یې د تودېدو په هیله خپلو ډنګرو تخرګو کې ومنډل، وچې شونډې یې له سړو رپېدلې، د پزې اوبه یې ژر ژر پورته کشولې، په ناامېده ماشومو سترګو کې یې ډوډۍ ته د څلورو په تمه څېرو، څېرې غړېدې، چې په بې صبرۍ د ده د راتلو لارې څاري... له خپلې بې وسۍ نه یې په سترګو کې اوښکې راډنډ شوې او څاڅکي څاڅکي یې کرختو پښو ته ټیټې شوې.

                                                           ×××××

بیا سرک ته شو، د څو موټرو ښیښې یې ومښلې، په ژړغوني غږ او زاریو یې د ښیښې تر شا له موټر چلوونکو څخه د مرستې غوښتنه وکړه، خو یوازې د نه په مانا له سر ښورولو سره مخ شو. یو څل بیا نهیلی شو،نور یې خپله ژړا په واک کې نه وه، لوږې له یوې خوا او له خویندو ورونو سره د ډوډۍ د راوړلو ژمنې له بلې خوا ځوراوه، په سترګو یې ورو ورو تیاره راخپرېده، له څانه یې بیا بېځوابه پوښتنې پیل کړې :

اوس به د وړو څه حال وي؟

بیګا به مور ته څه څواب وایم؟ 

له سړو کرخت د پیاده رو په لور روان شو، د تلو وس یې په پښو کې نه وو پاتې، نور نه پوهېده چې په ځمکه روان دی که په هوا، نور یې په خپلو چاودو چلمو لاسو دمخ او پزې اوبه نشوای پاکولی، ورو یې په پیاده رو کې یوې اوچتې پایې ته چې یوه ټوټه ترې راځړېده ډډه ووهله او کېناست.

سترګو یې نور په سرک د موټرو توپیر نشو کولی، یوازې یو کتار ورته ښکارېده....

                                                      ×××××

څو شېبې وروسته په پیاده رو کې، د پایې تر څنګ دولس دیرلس کلن ماشوم چې لایې خپله صافي کلکه په موټي کې نیولې وه او سر یې په سرک د موټرو خوا ته کوږ کړی وو، لکه چې دومره ښکلو او ګران بیه موټرو ته په حیرت تللی وي غونج منج پروت وو، او پر سر یې د مني مازدیګرني سوړ باد له پایې راځړېدلې هغه سپینه ټوټه لکه د شهید توغ رپوله چې په سره رنګ پرې لیکل شوي وو:

« د نوامبر شلمه له ماشومانو سره د تاوترخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ»