د نوامبر شلمه
د مور په غږ له درانه خوبه راپاڅېد، په ځای کېناست، سترګې یې چې له خوبه بېرته سره ورتلې په دواړو موټو ومښلې،زړه یې غوښتل لږ نور هم ویده شي، خوله یې وازه وازه کېده، لاسونه یې چت ته جګ کړل، خپله شخي یې ووېسته. سترګې یې د بړستنې درې نورو خواوو ته په خپلو خویندو، ورونو ولګېدې چې وران وران د ماشومتوب په خواږه خوپ ویده وو، زړه یې نه کېده چې پښې له بړستنې راوباسي او پاڅېږي، خو د مور بېګانۍ خبره ورپه یاد شوه چې ورته ویلي یې وو:
سهار ته ډوډۍ نده پاتې، ماشومان به څه خوري ؟
اوچته راپاڅېد، د ارسۍ مخې ته ودرېد او د ښیښو پر ځای ارسۍ ته له کلک شوي پلاستیک نه یې د بهر کتو هڅه وکړه ، څه ورته ښکاره نشول، یوازې د پلاستیک له کړپ و کړوپ نه پوه شو چې بهر باد لګېږي. بدن یې ورېږدېد، ساړه یې وشول،خو چاره نه وه، باید خپل کار پسې تللی وای.
د وره پرځای پرته درنده پیوندي پرده یې بېرته کړه، دهلېز ته ووت، خپلو پلاستیکي څپلکو ته یې پام شو چې دواړه سره شلېدلې وې، ان پرون لا په سختۍ پکې ګرځېده، زړه کې یې دا پوښتنه تېره شوه چې:
نن به مې پکې تېره شي ؟
څپلکه یې شاوخوا ښه وکته، پښې ته یې کړه او له څان سره یې وویل:
څه نن مې پکې تېرېږي، که بیا وشلېده یو پلاستیک ملاستیک به ترې راتاو کړم...
د نورو ورڅو پر خلاف د اسمان مخ تورو ورېڅو پوښلی وو، د دوی د جونګړې تر څنګ د دوه پوړیزکور له دودکشه د راوتونکي دود بوی، باد د ده تر سږمو رارساوه، او ده ته یې دهغو کیسو د شهزاده ګانو او شهزادګیوماڼۍ ورپه زړه کولې چې پلار به یې هغه وخت چې ژوندی وو هره شپه د خوب پر مهال ورته کولې...
ارسۍ ته د کلک شوي پلاستیک پړکېدو دی د شهزاده ګانو او شهزادګیو له ماڼیو بېرته خپلې کڼډوالې ته راووست.د ارسۍ مخې ته یې پرته زړه ټوټه چې یو وخت یې د مور کمیس وو، راپورته کړه، له یوې څنډې یې اوږده ريښکۍ ووېسته او د ښۍ پښې غټه ګوته یې چې پرون یې له چاودې وینې راوتلې وې، پرې وتړله، نوره یې تر لاس تاو کړه او د ښار په مقصد رهي شو.
×××××
لمر د تورو ورېڅو تر شا ایسار وو، اټکل یې نشو کوی چې څو بجې به وي، خو په نس کې یې د لوږې اور، بل وو، پوه شو چې د غرمې شاوخوا به وي. له سهاره یې څو سرکونه ګز و پل کړي وو، د ډېرو کروزینونو، لنډکروزرو، کرولاوو او ټکسي موټرو په ښیښو یې صافي تېره کړې وه، خو چا څه نه وو ورکړي، دموټرو د بندو ښیښو ترشا ناستو سورلیو ان د ده غږ نه وو اورېدلی چې د خپلو وړو خویندو ورونو د لوږې شکایت یې ورته کاوه.
ده سهار له خپلې مور سره، کله چې د سوال لپاره یې خپله سولېدلې، سورۍ سورې چادري به سر کوله او وته ژمنه کړې وه چې تر غرمې به د څو وچو ډوډیو پیسې ګټي او د خپلو خویندو ورونو ګېډې به مړوي.خو تر اوسه یې څه لاس ته نه وو راغلي.
د سرکه ترخوا ودرېد، لاسونه یې د تودېدو په هیله خپلو ډنګرو تخرګو کې ومنډل، وچې شونډې یې له سړو رپېدلې، د پزې اوبه یې ژر ژر پورته کشولې، په ناامېده ماشومو سترګو کې یې ډوډۍ ته د څلورو په تمه څېرو، څېرې غړېدې، چې په بې صبرۍ د ده د راتلو لارې څاري... له خپلې بې وسۍ نه یې په سترګو کې اوښکې راډنډ شوې او څاڅکي څاڅکي یې کرختو پښو ته ټیټې شوې.
×××××
بیا سرک ته شو، د څو موټرو ښیښې یې ومښلې، په ژړغوني غږ او زاریو یې د ښیښې تر شا له موټر چلوونکو څخه د مرستې غوښتنه وکړه، خو یوازې د نه په مانا له سر ښورولو سره مخ شو. یو څل بیا نهیلی شو،نور یې خپله ژړا په واک کې نه وه، لوږې له یوې خوا او له خویندو ورونو سره د ډوډۍ د راوړلو ژمنې له بلې خوا ځوراوه، په سترګو یې ورو ورو تیاره راخپرېده، له څانه یې بیا بېځوابه پوښتنې پیل کړې :
اوس به د وړو څه حال وي؟
بیګا به مور ته څه څواب وایم؟
له سړو کرخت د پیاده رو په لور روان شو، د تلو وس یې په پښو کې نه وو پاتې، نور نه پوهېده چې په ځمکه روان دی که په هوا، نور یې په خپلو چاودو چلمو لاسو دمخ او پزې اوبه نشوای پاکولی، ورو یې په پیاده رو کې یوې اوچتې پایې ته چې یوه ټوټه ترې راځړېده ډډه ووهله او کېناست.
سترګو یې نور په سرک د موټرو توپیر نشو کولی، یوازې یو کتار ورته ښکارېده....
×××××
څو شېبې وروسته په پیاده رو کې، د پایې تر څنګ دولس دیرلس کلن ماشوم چې لایې خپله صافي کلکه په موټي کې نیولې وه او سر یې په سرک د موټرو خوا ته کوږ کړی وو، لکه چې دومره ښکلو او ګران بیه موټرو ته په حیرت تللی وي غونج منج پروت وو، او پر سر یې د مني مازدیګرني سوړ باد له پایې راځړېدلې هغه سپینه ټوټه لکه د شهید توغ رپوله چې په سره رنګ پرې لیکل شوي وو:
« د نوامبر شلمه له ماشومانو سره د تاوترخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ»