دیوال
د سپرلي تودې وږمې د کنګل ژمي د دېواله تر شا په خندا خندا ګامونه اوچتول او د تودو نفسونو غږ یې د کنګل ژمي کنګل زړه ته د یخونو له موټي د آزادېدو، د کنګلو هیلو د یخونو د ویلېدو او غوړېدو زېری ورکاوه.
څومره عجیبه وه د کنګل ژمي غوږونه نورو غږونو ته کاڼه وو، بې تفاوته وو خو د دیواله تر شا د سپرلي د تودو وږمو د نفسونو غږ یې په شېبه کې وپېژاند او لاس په لاس یې د زړه تر غوږو ورساو....
د ژمي کنګل شوي زړه د غږ په اورېدو څړیکه کړه، پورته شو چې وږمو ته ښه راغلاست ووایي، خپل کنګل وجود تر تودو وږمو ورسوي، خو مغزو یې حکم وکړ:
نه...
په خپل ځای کینه...
یو خوا صادر شوی حکم او بل خوا د سپرلي تودې وږمې پسې یې وتلې شونډې...
نه پوهېد څه وکړي، له تودې وږمې سره څنګه مخامخ شي، ښه راغلاست ورته ووایي او که یې لا هم د تګ په ویر کېني.
×××××××
دیوال ....
یوازې یوه دیوال د سپرلي تودې وږمې له ژمي بیلې کړې وې، نه یې پرېښودل چې دواړه سترګې په سترګو شي.
ژمي د کنګل په منګولو کې پر خوله د سکوت مهر لګولی وو، یوازې د سپرلي د تودې وږمې د نفسونو غږ یې اورېد، خو د روغبړ جراات یې نه درلود.
د سپرلي بې خیاله تودې وږمې د دیواله تر شا د ژمي حضور نه احساساوه، یوازې یو نامریي احساس د ژمي تر یو مترۍ را رسولې وې. ښایي یوازې د دې لپاره چې د ژمي په وجود کې د تودوالي حس را ژوندی کړي او خپلې خپه او په تمه سترګې د غوږو په مټ په اورېدلي غږ تسل کړي.
×××××××
سپرلي د دېواله تر شا د ژمي په تمه سترګې د لیدو په تمه پرېښودې او بېرته یې د خپلو تودو وږمو د نفسونو مزي ورټول کړل. د ژمي له څنګه ولاړ، بې لدې چې په خپلو ژوند بښونکو وږمو د کنګل ژمي په مړاوې روح کې د ګرمۍ ولولې راوپاروي.......
یوازې یوه دیوال سپرلی او ژمۍ سره بېل کړي وو.....
یوازې.....
یوه دیوال....
څومره دښمن دی دېوال
ځه چې راوې نړوو.