منی
د ونې په څانګو کې د بېلتون د ویر ځوږ پورته وو، پاڼو چې اته، نهه میاشتې یې څانګې په خپله زرغونه غېږه کې رانغښتې وې په ژېړ مخ، وچو شونډو له څانګو د بېلېدو ساندې ویلې.
سوړ باد لکه ژوند دښمنه عزرائیل چې نفسونه اخلي، د پاڼو ساوې اخیستې او له څانګو یې بېلولې، یوازې په یوه نري زګېروي پاڼې له څانګو بېلېدلې، رژېدلې او د عدم غېږې ته داسې پرېوتلې، ته وا زړه یې نه کېده چې د نېستۍ په لور ګام اوچت کړي، ورو ورو او بې سېکه یې د څانګې او عدم تر منځ واټن لنډاوه.
د باد وچولی لا هماغسې تریو وو، رژېدلې پاڼې یې دیخوا هغې خوا پورې وهلې، ونې ته یې د خپل قدرت ننداره ښوده.
ونه سره لدې چې بربنډه شوې وه، وړې څانګې یې د باد له څپېړو سره یوې او بلې خوا اوښتې، خو ونه لا هماغسې مغروره وه، هسکې غاړې یې باد ته د ټیټېدو تصور هم نشو کوی.
ونې په وير ځپلي زړه خو مسکو شونډو د باد د سپک قدرت د نندارې، ننداره کوله او په خپلو هیله منو سترګوکې یې د شین فصل د بیا راتګ زېری پاله