یو وجود دوه انسانه
زه هر انسان دوه انسانه ګڼم منې یې؟
لومړی واوره بیا ووایه.
ظاهراً هر انسان یو وجود لري، خو زه فکر کوم چې په همدې یوه وجود کې دوه موجوده (انسانان) اوسي، یو مادي او بل معنوي.
مادي انسان هغه دی چې وجود یې ټول ګوري، پېژني یې، کار کوي، ګرځي، خوري، څښي...
خو په همدې مادي انسان کې معنوي انسان اوسي چې ډېر کله ناپېژندلی پاتې کېږي، څوک یې هغسې چې دی نشي درک کولای.
زه مادي انسان فرع ګڼم او معنوي انسان اصل. مادي یا ظاهري انسان د معنوي یا اصل ځاله بولم.
کله کله څه چې ډېر وخت د یوه وجود مادي او معنوي انسانان سره په ټکر کې واقع کېږي، د یوې موضوع په اړه په یوه وجود کې دوه خبرې کېږي، هر یو هم بیل بیل دلیلونه لري.
ته وګوره کله کله سره لدې چې په اصطلاح زړه دې غواړي یو کار وکړې ښه یا بد، خو ځان سانسوروې اوډډه ترې کوې، یا دا چې له منع کولو سره سره ( د مادي یا معنوي انسان لخوا) هغه کار تر سره کوې، که دا د مادي او معنوي انسان ټکر ندی نو څه دی.
بل دا چې دواړه انسانان د یوه بل په وړاندې برلاسي کېدلی شي، پدې توپیر چې که معنوي انسان پر مادي برلاسی شو، نو وجود په د خیر په لاره سم وي، داسې به هم کېږي چې معنوي انسان خپلې ځینې روا غوښتنې چې د ټولنې له ځینو ناسمو دودونو او اخلاقو سره په ټکر کې وي د مادي وجود د خیر او نېکنامۍ په لار کې ځار کړي، مګر که مادي وجود برلاسی شو او د معنوي هغه په وړاندې یې بغاوت وکړ، نو د شر دنیا خو ډېره لویه ده.
خو سره لدې چې مادي او معنوي انسانان په یوه بل برلاسي کېدلی شي، له یوه بل نه اغېزمن هم دي.د دې لپاره په نړۍ کې داسې څوک نشې موندی چې بشپړ ښه یا بد وي.
په نړۍ کې تر ټولو بد انسان ښېګړې لري چې د بدیو په وجه یې نشو لیدی او همداسې تر ټولو ښه انسان ځینې بدۍ لري چې د ښو تر سیوري لاندې یې ورکېږي او اوچته نه ښکاري.
نو زه هر انسان دوه انسانه ګڼم